د جلالاباد ښاریان او مدني فعالان وایي، تر هغې چې د حکومتي چارواکو لخوا غوڅ او قاطع دریځ ونه نیول شي، ناممکنه ده، چې په ننګرهار کې دې د کلدارو د چلښت مخنیوی وشي.
دغه ډله خلک په ولایتي ادارې نیوکه کوي، چې دوی دې هم د کندهار سیمه ییزې ادارې په څېر غوڅ دریځ اعلان کړي او د کلدارو په چلښت دې بندیز ولګوي.
د معلوماتو له مخې د کندهار ولایتي او امنیتي مسوولینو ګواښ کړی و چې په دغه ولایت کې به له هغو کسانو سره جدي برخورد وکړي، چې په پاکستانۍ کلدارو راکړه ورکړه کوي.
د ننګرهار چارواکي وايي، چې دوی د زور لاره لا پخوا ازمویلې چې مثبته نتیجه یې نه ده ورکړې او اوس هڅـه کــوي چــې د کلدارو د مخنیــوي لـه پــاره د عامه پوهاوي کمپاینونه ترسره کړي.
خو خلک وايي، د ننګرهار ولایتي اداره اصلاً د دې اراده نه لري، چې د کلدارو د چلښت مخنیوی وکړي.
د جلال اباد ښار د مخابراتو په څلور لارې کې څو تنو ځوانانو کلید ته وویل، چې د حکومت له لوري د افغانیو د رواجولو په کمسیون کې ټول ګمارل شوي کسان په فساد اخته دي. دغو ځوانانو زیاته کړه، هغه کسان چې د کلدارو د مخنیوي له پاره ټاکل شوي په خپله په کلدارو پېر او پلور کوي.
د جلال اباد ښار یوه اوسېدونکي کلید ته وویل، دا خپله د حکومت کمزوري ده، چې لا هم کلداره چلېږي: ((یوه تن ته چې په کلدارو معامله کوي، مخ ور تور کړئ او په ټول ښار کې یې وګرځوئ، بیا یې تاسې اغېز وګورئ)).
د ننګرهار یو بل اوسېدونکی وايي، خبره باید له پاسه راپیل شي او لومړی باید چارواکي کلدارې له جېبونو وغورځوي: ((په خپله والي، قومندان، عسکر او نور کلدارې ګرځوي؛ نو چې چارواکي داسې وي، د بل چا مخه څنګه نیولی شي)).
لــه بــل لــوري د لغــمان یــو تــن اوسـېــدونکی چې جلال اباد ښار ته په سودا پسې راغلی و، وايي دوکانداران ترې افغانۍ نه اخلي: ((دوکانداران له موږ افغانۍ نه اخلي، په کلدارو سودا پلوري، موږ مجبور یو چې کلدارې ورکړو)).
د ننګرهار د ځوانانو چارو امر مطیع الله احمدزی بیا د افغانیو له پاره د ذهنیت سازۍ له کمپاینونو هم ستړی ښکاري. نوموړي کلید ته وویل، څو څو واره یې د بهرنیو اسعارو د چلښت د مخنیوي له پاره مظاهرې وکړې، خو هېڅ پایله یې نه ده ورکړې.
نوموړی پر حکومت غږ کوي چې هر څوک په بهرنیو اسعارو پېر او پلور کوي، سخته سزا دې ورکړل شي:((موږ په ولسونو غږ کوو چې راځئ خپل افغانیت ثابت کړئ، افغانۍ دود کړئ او هغه بهرني اسعار چې اوس په هېواد کې چلېږي، مخنیوی یې وکړئ. موږ په ولایتي او امنیتي مسوولینو باندې خصوصاً په والي باندې غږ کوو چې دغلته که هر څوک وي او کلدارې کاروي، سخته سزا ورکړئ)).
خو په ننګرهار ولایت کې د افغانستان بانک چارواکي وایي، دوی د خپلو اداري لایحو له مخې نه شي کولای چې خلک په زوره مجبور کړي، تر څو په افغانیو راکړه ورکړه وکړي. په ننګرهار کې د افغانستان بانک امر احمدزي توحیدیار له کلید سره د یوې ځانګړې مرکې پرمهال وویل یوازې د ولس ویښ او ملي احساس کولای شي، په ننګرهار کې د کلدارو مخنیوی وکړي: ((همدغه کسان چې د قانون د پلي کېدو غوښتنه کوي، دوی په خپله په کلدارو پېر او پلور کوي، زما په فکر د بهرنیو اسعارو د بندیدو له پاره تر ټولو ښه لاره دا ده چې ولس ویښ احساس ولري)).
بل لور ته بیا د ننګرهار د والي ویاند د خلکو هغه ادعاوې ردوي چې ګواکې دوی دې د افغانیو چلند او د کلدارو د مخنیوي له پاره څه نه وي کړي: ((هغه حرکتونه چې اوسمهال په نورو ولایتونو کې ترسره کیږي، دغه ډول کمپاینونه او حرکات موږه مخکې ترسره کړي، ولې تر ډېره بې پایلې وو، ځکه دا یوه اقتصادي موضوع ده او په هره اقتصادي مسئله کې چې ولس ته زیان رسېږي، هغه داسې په اسانه سره نتیجه نه ورکوي)).
عطاالله خوګياڼي کلید ته وویل، اغېزناکه لاره دا ده چې له پاکستان سره راکړه ورکړه کمه شي او دغه راز پر افغانیو د کلدارو غوړېدلی سیوری پورته شي: ((په دې وروستیو کې چې موږ ته کومه هیله پیدا شوې هغه دا ده چې اوس موږ له پاکستانه زیات توکي نه راواردوو او شاید دا د کلدارو د مخنیوي تر ټولو ښه لاره وي.))
په ننګرهار کې د کلدارو او افغانیو بحثونه په داسې حال کې راپورته شوي چې لا هم د ننګرهار نږدې اتیا په سلو کې وګړي په کلدارو راکړه ورکړه کوي. د اقتصادي چارو شنونکي وایي، که چېرته خلک کلک هوډ ولري؛ نو افغانۍ به په بهرنیو مارکیټونو کې خپل ارزښت زیات کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

