د ژمي له رسېدو وړاندې د نفتي توکو بيې لوړې شوې دي 

دا چې په هېواد کې د تېلو، ګازو، لرګيو او سکرو بیې لوړې شوي، نو د یوه خوراک قابلي او یو خوراک کباب پر بیې او حتی د یوې سمبوسې پر کیفیت، د ټکسي چلوونکو پر کار، د یوه خیاط د جامو ګنډلو پر مزد، د تېلو ټانک د کار کوونکو پر مزد يې اغېز کړى او د بې وزلو کورنیو د اندېښنې سبب ګرځېدلې دي.