دا چې په هېواد کې د تېلو، ګازو، لرګيو او سکرو بیې لوړې شوي، نو د یوه خوراک قابلي او یو خوراک کباب پر بیې او حتی د یوې سمبوسې پر کیفیت، د ټکسي چلوونکو پر کار، د یوه خیاط د جامو ګنډلو پر مزد، د تېلو ټانک د کار کوونکو پر مزد يې اغېز کړى او د بې وزلو کورنیو د اندېښنې سبب ګرځېدلې دي.
صابر دلته په کابل کې د یوه رستورانټ خاوند دی، هغه وايي، ګاز او سکاره ګران شوي، خو دوی د مجبوریت له مخې اوس هم پخپل رسټورانټ کې پاخه کړي خوراکي توکي په پخوانۍ بیه پلوري، بل هم متین دی چې سمبوسې پخوي او پلوري، دی وايي د ګازو بیه چې لوړه شي نو هغه نشي کولای چې د سمبوسې بیه لوړه کړي، بلکې پکې د کارېدونکو توکو کیفیت راټیټ کړي.
شمعریز هم ګاز پلورونکی دی، وايي له کله نه چې د ګازو بیه لوړه شوې نو پلور او ګټه یې هم کمه شوې ده.
او حفیظ الله هم عینکې پلوري د خپلې کورنۍ لپاره له دې لارې د حلالې روزۍ پیدا کولو ته له سهاره تر ماښامه په لارو کوڅو کې ګرځي، خو د سون توکو د بیو له لوړوالي سخت خپه دی.
حفيظ الله وايي،(( ماته په ورځ کې دوه سوه، درې سوه روپۍ چې هغه زياتې پاتې شي، دغه زه څنګه وکړم، په دې زه ګاز واخلم، لرګي واخلم او که نور شيان، ګاز ګران شوی دی)).
دغه راز علي رضا ټکسي چلوونکی دی، د هغه په خبره که چاته د تیلو د لوړ والي په صورت کې کرایه هم لوړه ووايي نو ترې تښتي، امین الله چې د تیلو د یوه خصوصي ټانک شاګرد دی وايي، کله چې تیل ګران شي نو د پلورلو تله یې هم سپکه شي، چې د امین په خبره دویته د پلور مطابق تنخوا ورکوي، نو پکې کموالی راځي.
محمد شاه هم په کابل کې خیاطي لري، که برېښنا نه وي، نو مجبور دی چې د جامو اوتو د ګازو پر لمبې تود او استفاده ترې وکړي، خو د ګازو د بیې د لوړوالي پیسې د جامو ګنډلو پر مزد ورزیاتوي، چې د هغه په خبره د دې کار له کبله ترې ځینې وخت مشتریان خپه شوي هم دي.
محمد شاه وايي،(( برقونه نشته، کلخ چې جامې اتو کوو، اتو په ګازو ګرموو او ګاز قيمته شوی دی؛ مو اړ يو چې د جامو د ګنډلو بيې لوړې کړو)).
په ورته مهال د ملي شورا یو تن غړی نثار حارث له کلید سره په مرکه کې ادعا کوي چې، د تیلو، ګازو او نورو سون توکو د بیو لوړولو کې د حکومت دننه مافیا او له حکومت بهر مافیا لاس یو کړې، خو د حارث په خبره زیان یې ټولو عامو او بېوزلو خلکو ته رسیږي.
دا په داسې حال کې ده چې د نفتي توکو او اوبلن ګازو رییس ولید تمیم له تېرې یوې میاشتې راپدېخوا کلید راډیو سره په څو پرلپسې مرکو کې له خلکو سره ژمنه کړې، چې تر یوې اونۍ به د نفتي توکو او ګازو د بیو راټيټولو لپاره مداخله کوي، خو تر اوسه چې څو اونۍ ترې تېرې شوې دا ژمنه یې عملي نه کړه، اما اوس مو چې کله د همدې موضوع بیا تازه کولو او نویو جزیاتو رااخیستو لپاره له ولید تمیم سره بار بار اړیکه ونیوله نو نوموړی ځواب ویلو ته حاضر نه شو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

