ads

د امريكا له پاكستانه پخپله خاوره كې د ترهګرو د ځالو د له منځه وړلو غوښتنه وکړه

امريکا يو ځل بيا له پاکستانه وغوښتل، چې پخپله خاوره كې دې د ترهګرو ځالې له منځه يوسي.

نویسنده: TKG
24 تله 1395
د امريكا له پاكستانه پخپله خاوره كې د ترهګرو د ځالو د له منځه وړلو غوښتنه وکړه

امريکا يو ځل بيا له پاکستانه وغوښتل، چې پخپله خاوره كې دې د ترهګرو ځالې له منځه يوسي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند مارک ټونر په يوه خبري کنفرانس کې غوښتنه وکړه، چې پاکستان ته پکار دي، په دغه هېواد کې د ترهګرو په تعقيب پسې هڅې ګړندۍ کړي.

مارک ټونر وايي، چې په پاکستان کې د ترهګرو د موجوديت له كبله نه يوازې پاکستان، بلکې نورې نړۍ ته هم خطر متوجه دى او په دې برخه کې به له پاکستان سره هلو ځلو ته دوام ورکړي.

نوموړي په ټينګار سره وويل، پر پاکستان به فشار راوړي، چې د ټولو ترهګرو په ضد يو شان عمل وکړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې ترسره کېږي، چې تر دې وړاندې هم امريکا له پاکستانه غوښتي، چې پخپله خاوره كې دې په ريښتيني ډول ترهګر وځپي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA