راپورونه وايي، په امريکا کې هغه درې مشکوک کسان نيول شوي، چې پر يو شمېر امريکايانو او له نورو هېوادونو ورغلو کډوالو يې د بريدونو هوډ درلود.
امريکايي رسنيو د چارواکو له قوله ويلي، ياد کسان پرون په کېنساس ايالت کې وروسته له هغې ونيول شول، چې د مسلمانانو پر يو جومات او د سوماليا هېواد اړوند پر يوې کورنۍ يې د بريد هوډ درلود.
ترلاسه شويو راپورونو کې د نيول شويو کسانو اړيکه له کيڼ اړخه ملېشه ډلو سره ښودل شوې ده.
امريکايي چارواکو ويلي، چې يادو کسانو تر ډېره پر سوماليايي کډوالو د بريدونو هوډ درلود.
دا نيونې په داسې حال کې ترسره شوي، چې په دغه هېواد کې له څو کلونو راهيسې په توکميزو هدفي وژنو کې ګڼو كسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

