ads

په کندهار کې نشت ټرافیک

په کندهار کې د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته شوې، خو د ټرافیک پولیسو شمېر کم دی. کندهار ښاريان وايي، د لارو بندښت او بيروبار نور تر پوزې راوستي او که چېرې د ټرافیک پولیسو شمېر زیات نه شي ستونزې حل نه مومي.

نویسنده: TKG
20 تله 1395
په کندهار کې نشت ټرافیک

په کندهار کې د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته شوې، خو د ټرافیک پولیسو شمېر کم دی. کندهار ښاريان وايي، د لارو بندښت او بيروبار نور تر پوزې راوستي او که چېرې د ټرافیک پولیسو شمېر زیات نه شي ستونزې حل نه مومي.

د کندهار ښار اوسېدونکی نجیب الرحمن کلید ته وویل، د ځینو څلورلارو پر سر او د ښوونځیو ترمخ باید ټرافيک ولاړ وي، خو څوک نه تر سترګو کېږي: (( په کندهار کې ډېر مهم سړکونه دي چې ډېره ګڼه ګوڼه لري، خو هلته د ټرافيک پولیسو درک نشته)).

د کندهار ښار اوسېدونکی زلمی الکوزی بیا لـــه چــارواکو غـواړي، څو د دغه ښار له پاره د ټرافيک پوليسو شمېر زیات کړي: (( په کندهار کې ورځ په ورځ د خلکو او موټرونو ګڼه ګوڼه زیاتېږي، دا اوس له پاکستان څخه هم هره ورځ افغان کډوال راستنېږي او په کندهار ښار کې مېشتېږي چې دلته ورسره ګڼه ګوڼه زیاته شوې؛ نو همداسې تدابير هم ورته په کار دي)).

د کندهار ښار د ټرافیکو مدیر سمونوال محمدالله خان هم په ښار کې د ګڼه ګوڼې ډېرښت مني، خو وايي د پرسونل د کموالي له ستونزې سره مخ دي. نوموړي کلید ته وویل، د دې پر ځای چې دغه ښار ته د ټرافيک پوليسو تشکيل زیات شي نور هم کم شوی دی. محمد الله خان زیاتوي، تیر کال يې له مرکز سره د تشکیل د کمښت ستونزه شریکه کړې وه، خو سږ کال د دې پر ځای چې دغه ستونزه حل شي، د کندهار د درېیو ولسوالیو پرسونل نور هم کم کړل شول: ((په ځينو مهمو ولسوالیو کې موږ درې، درې ټرافیک پولیس لرل، خو وزارت هغه هم راکم کړل. زموږ اوسنی تشکیل کافي نه دی)).

مګر محمد الله خان وايي چې د ترافيکي ستونزو د حل او خلا ډکولو له پاره به له نورو لارو چارو کار واخلي. نوموړی وايي، په پلان کي لري چې د ښار په منځ کې پر ځينو مهمو څلورلارو برقي ټرافیکي څراغونه نصب کړي، څو ستونزې تر یوې کچې ورسره راکمې شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA