ads

پاناسونيک د ښيښې په څېر روڼ ټلويزيون جوړ کړ

پاناسونيک کمپنۍ، تر ټولو روڼ ټلويزيون پخوا لا بازار ته وړاندې کړی و، خو اوس يې وکولای شو، داسې لوړ کيفيت والا ټلويزيون بازار ته راوباسي چې هاخوا ترې هرڅه ښکاري.

نویسنده: TKG
20 تله 1395
پاناسونيک د ښيښې په څېر روڼ ټلويزيون جوړ کړ

پاناسونيک کمپنۍ، تر ټولو روڼ ټلويزيون پخوا لا بازار ته وړاندې کړی و، خو اوس يې وکولای شو، داسې لوړ کيفيت والا ټلويزيون بازار ته راوباسي چې هاخوا ترې هرڅه ښکاري. 

د دغه ټلويزيون انځور حتى په داسې حال کې، چې شا ته يې د تېز لمر وړانګې هم وي، سم ښکاري. 

د تصوير په تياره کولو هم دا وړتيا لري، چې د عامو ټلويزيونونو په پرتله سم او روښانه انځور ښکاره کړي؛ خو چې ګول شي، نو بيا داسې دی، لکه يوه عادي ښيښه، چې شاته ترې هرڅه ښکاري.

پاناسونيک کمپنۍ وايي، چې د دغه ټلويزيون د کيفيت د لا لوړولو له پاره لا څو کاله کار ته اړتيا ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA