ads

د سوداګرۍ خونه: سوداګرۍ برخه کې حكومتي قوانین له ستونزو ډک دي

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې مسوولین وایي، حکومت د سوداګرو ژوند ته پاملرنه نه کوي او هم د سوداګرۍ په برخه کې شته قوانین یې له ستونزو ډک دي.

نویسنده: TKG
20 تله 1395
د سوداګرۍ خونه: سوداګرۍ برخه کې حكومتي قوانین له ستونزو ډک دي

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې مسوولین وایي، حکومت د سوداګرو ژوند ته پاملرنه نه کوي او هم د سوداګرۍ په برخه کې شته قوانین یې له ستونزو ډک دي.

د دې خونې ویاند صیام الدین پسرلي کلید سره په خبرو کې وویل، د افغان حکومت د سوداګرۍ په قوانینو کې ستونزې شته او حکومتي مامورین یې هر یو د خپلو ګټو له پاره تفسیروي، چې دې چارې په لوی لاس په دغه برخه کې فساد ته زمینه برابره کړې.

پسرلى پر حکومت غږ کوي، چې د سوداګرو ستونزو ته دې رسیدګي وکړي او په خپل وخت دې حل کړي کنه زیات شمېر سوداګر به د همدې ستونزو له كبله په هېواد کې سوداګرۍ بنده کړي.

نوموړى زیاتوي، د سوداګرو له پاره ناسم چاپېريال د دې سبب شوی، چې سوداګري له ګواښ سره مخ کړي او له حکومته غواړي، چې د سوداګرۍ په برخه کې بنسټيز کارونه وکړي.

پسرلی وایي، امنیتي ستونزې د ټولو هغو په سر کې دي، چې د سوداګرو ژوند یې تریخ کړی دی.

په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي بیا وایي، دوی هڅه کوي، چې د سوداګرو امنیت خوندي كړي او د دوی ستونزو ته رسیدګي وکړي.

صديقي له سوداګرو غوښتنه کوي، چې د امنیتي ستونزو په وخت نږدې امنیتي ځواکونه خبر کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملي یووالي حکومت د سوداګرۍ په برخه کې د لاسته راوړنو یادونه کوي او وایي، چې د سوداګرو او سوداګرۍ له پاره یې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي، خو د سوداګرۍ او صنايعو خونه بیا وایي، چې تراوسه د سوداګرو له پاره بنسټيز کارونه نه دي شوي او امنیتي ستونزو د سوداګرو ژوند تریخ کړی دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA