د هېواد د نورو ولایتونو په څېر د باميانو ولايت ښځې هم د لاسي صنايعو په توليد كې ځانګړي مهارتونه لري.
غالۍ، ګليم، لمڅی، خورجين، خامك او ګلدوزي د دې ولايت تر ټولو پېژندل شوي لاسي صنایع دي.
په دې ولايت كې د (بازارچه هنر) په نوم د ښځو د توليداتو له پاره بازار جوړ شوی چې سوداګرې ښځې همدلته خپل توليدات نندارې ته وړاندې کوي او پلوري.
يو شمېر دغه توليدوونکې ښځې وايي، سږ كال د هر كال په نسبت د باميانو ولايت لاسي صنايعو او محصولاتو ته د بهرنيانو پاملرنه اوغوښتنه زياته ده.
كه څه هم پخوا زيات شمېر هغو ښځو چې له سوداګرۍ سره يې مينه درلوده او غوښتل يو كوچنی سوداګريز كار په پيل کړي، د پانګې د نه لرلو په پار د دې كار توان نه درلود، خو نن ورځ د (كليوالي صنايعو د پراختيا) له پروګرام څخه په پور اخیستو توانېدلې؛ فعاله سوداګري ولري.
محسنه چې په باميانو ولايت كې د لاسي صنايعو په برخه كې په كار بوخته ده وايي، د مخه تر دې به چا پيسې په پور نه وركولې، خو د لاسي صنايعو له ادارې یې د پور په اخيستو د توليداتو بازار تود شوی: ((د لاسي صنايعو د يوې غرفې په لرلو سره د ژوند ټولې اړتياوې پوره كوم)).
نوموړې زياتوي، د المان، امريكا او هندوستان په بازارونو كې ورځ په ورځ د دوی له توليداتو سره د خلکو لېوالتيا زياتېږي.
د باميانو ولايت سوداګرې ښځې وايي، که د لاسي صنایعو دا کاروبار یې نوره هم وده وکړي او د حکومت له لوري هم په بهرنیو هېوادونو کې ورته بازار موندنه وشي، نو د دوی اقتصادي وضعیت به ورسره ښه شي او پر ځان به هم بسیا شي.
د باميانو ولايت د كليوالي صنايعو د پراختيايي پروګرام مسوول غلام نبي جهش وايي، پخوا به يو شمېر ښځو د خپلو لاسي صنايعو د توليد له پاره د اومه موادو د رانيولو توان نه درلود، خو اوس يې د كليوالي صنايعو پراختيايي پروګرام په مرسته كارونه ښه شوي.
نوموړی زياتوي، په تېرو كلونو كې كوچنيو پورونو د ۲۰۰۰ ښځو له پاره د كار او ګټې اخيستنې شرايط برابر كړي: ((پورونه له ۱۰ زرو افغانيو څخه پيل تر ۳۰ زرو افغانيو رسېږي او د بېرته وركولو موده يې له يوې تر ۶ مياشتو پورې ده، دا پور هغو سوداګريزو ټولنو ته وركول كېږي چې حد اقل ۱۰ تنه توليدوونكي یې غړيتوب ولري)).
دا په داسې حال كې ده چې په باميانو ولايت كې د لاسي صنايعو يو شمېر توليدوونكي او پلورونکي وايي، تېر كلونه د هغوی كاروبار له ستونزو سره مخ شوی و، خو سږ كال د دوی د محصولاتو اخيستونكي زيات شوي اوعمده علت یې په نړیوالو بازارونو کې د دوی تولیداتو ته د تقاضا ډېرېدل دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

