حکومت د محمودراقي ښارګوټي پیسې خوړلي

د کاپیسا ولایت اوسېدونکي وايي، د دغه ولایت په مرکز کې د محمودراقي ښارګوټي کارونه په ټپه ولاړ دي. دوی وايي، ښاروالۍ ترې ۱۳کاله وړاندې د ۸۵۰ نومرو پیسو اخستې، خو تر دې مهاله نه د ښارګوټي درک شته، نه يې د نومرو.