د کاپیسا ولایت اوسېدونکي وايي، د دغه ولایت په مرکز کې د محمودراقي ښارګوټي کارونه په ټپه ولاړ دي. دوی وايي، ښاروالۍ ترې ۱۳کاله وړاندې د ۸۵۰ نومرو پیسو اخستې، خو تر دې مهاله نه د ښارګوټي درک شته، نه يې د نومرو.
د کاپیسا ولایت اوسېــدونکــی شفیــق الله وايــي، حکومتي چـارواکــي هــر کــال د دغـــه ښارګوټي د جوړولو ژمنې کوي، خــو هېڅ وخت یې پر خپلو ژمنو عمل ونه کړ. نوموړی وايي، له تېر يو نیم کال راهيسې د محمودراقي ښاروال هم سرپرست دی چې له دې کبله د ډېر څه ترسره کولو صلاحیت هم نه لري: (( څو کاله مخکې مې ۱۳۰زره افغانۍ تحويل کړې، فورمې مې ډکې کړې، خو دا دوولسم یا دیارلسم کال دی چې د نومرو وېش نه دی پیل شوی او د ښارګوټي نقشه هم نه ده معلومه)).
شفیق الله زیاتوي، هر نوی ښاروال چې ورځي له دوی سره ژمنې کوي، خو په عمل کې څه نه ویني.
د کاپیسا د مرکز بل اوسېدونکی اسدالله خان وايي، د کاپیسا په ناامنو سيمو او د هېواد په نورو ګڼو ولایتونو کې ښارګوټي جوړ شول، خو دا ښارګوټی له ۱۳۸۲کال راوروسته چې لومړني کارونه یې پیل شوي، همداسې پاتې دی: (( له خلکو یې پیسې اخستې دي، خو د کار یې درک نشته، د نومرو وېش هم بند دی، ما خپله هم پیسې ورکړې او هم مې فورمې ډکې کړې، خو تر اوسه یې نومره نه ده راکړې)).
په همدې حال کې د کاپیسا سرپرست ښاروال غلام سخي رحيمي هم مني چې په ۱۳۸۲کال کې له خلکو پیسې ټولې شوې او دا پیسې بېرته د ښاروالۍ د بودجې له لارې لګول شوې دي، خو خلکو ته نومرې نه دي ورکړل شوې. رحيمي زیاتوي، دغه ستونزه یې له لوړپوړو چارواکو سره شريکه کړې ده : (( هغه مهال چې دا پیسې له خلکو ټولې شوې، د یوې نومرې له پاره ۱۲۰ زره افغانۍ بیه ټاکل شوې وه، خو اوس د دې ځمکې شخصي مالکان یوه بسوه ځمکه په ۵ او ۶ لکه افغانۍ پلوري، دومره پیسې موږ نه لرو، امنیت شورا او نورو ادارو سره مې ستونزه شريکه کړې)).
سرپرست ښاروال وايي، که مرکزي حکومت دوی ته پور ورکړي او یا له نورو لارو دغه ځمکه استملاک کړي او خلکو ته یې ووېشي، کېدای شي: (( زه هم سرپرست یم، د دې صلاحیت هم نه لرم، خو مسوولیت شته)).
د یادولو ده چې د کاپیسا ولایت په تګاب او نجراب ولسوالیو کې د دولتي کارکوونکو او عامو خلکو دواړو د اوسېدو له پاره ښارګوټي رغول شوي، خو د مرکز په اول کوهستان سيمه کې تر دې مهاله په دې برخه کې هېڅ نه دي شوي او هر څه په ټپه ولاړ دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

