ads

ښځې سرپټي حوضونه غواړي

په وروستیو کلونو کې لامبو وهلو ته د ځوانانو زیاتې لېوالتیا شتمن کسان او سوداګر اړ کړي، چې د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې د لامبو حوضونه جوړ کړي.

نویسنده: TKG
18 تله 1395
ښځې سرپټي حوضونه غواړي

په وروستیو کلونو کې لامبو وهلو ته د ځوانانو زیاتې لېوالتیا شتمن کسان او سوداګر اړ کړي، چې د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې د لامبو حوضونه جوړ کړي.
په داسې حال کې چې نارینه او ښځې دواړه د لامبو وهنې سره مینه او لېوالتیا لري، خو دغه شتنمو کسانو خپله ډېره پاملرنه د نارینه و له پاره ځانګړو حوضونو ته اړولې ده.
ښځې وايي، په افغاني ټولنه کې د دوی له پاره لامبو وهل یو شرم ګڼل کېږي.
دوی زیاتوي، که چېرې د ښځو له پاره هم د لامبو بېل او سرپټي حوضونه جوړ شي، نو د دغه سپورټ زمينه رامنځته کېدای شي.
دوی وايي، اړتیا ده چې د المپیک کمیټه په دې برخه کې د ښځو له پاره زمینه برابره کړي.
کابل ښاریانې د ښځینه لامبو وهلو حوضونو له پاره د ځای مصوونیت او امنیت اړین بولي.
د کابل ښار یوه اوسېدونکې پلوشه مهر، چې د پوهنتون محصله هم ده وايي، لکه څنګه چې په افغانستان کې د نارینه و له پاره د لامبو وهلو حوضونه جوړ شوي، همداسې دې د ښځو له پاره هم جوړ شي. نوموړې زیاتوي، په ټول کابل ښار کې یو ښځینه حوض دی، خو د هغه فیس هم دومره ډېر دی، چې یو محصل یې نه شي پوره کولای، نو ځکه دوی په دې برخه کې د المپیک د ملي کمیټې جدي پاملرنه غواړي.
د تېر کال په وروستیو میاشتو کې د ښځو د لامبو وهلو له پاره یوه ځانګړي حوض په فعالیت پیل وکړ او دغه حوض هم د امنیتي ستونزو له کبله په پټه فعالیت لري.
هيلینا صبوري یوه له هغو نجونو څخه ده چې د لامبو وهنې دغه حوض ته ورځي.
مېرمن صبوري په یوه شخصي پوهنتون کې د اقتصاد په برخه کې زده کړې کوي، خو تر څنګ یې لامبو وهلو ته هم په پوره مینې دوام ورکوي، چې د څلورو میاشتو پر له پسې تمرینونو په ترڅ کې یې لامبو په حرفه یې بڼه زده کړې.
هيلینا د لامبو وهلو په برخه كې هېڅ یو روزونکی نه درلود، يوازې یې د لامبو وهنې ویدیو ګانې له انټرنټ اخستې او د هغه پر مټ یې د شاخوا شپږو میاشتو په موده کې د لامبو بېلابېل ډولونه زده کړي دي.
هلينا وایي: ((په لومړیو ورځو کې مې په زړه کې یو ډول ډار و، چې هسې نه په اوبو کې ډوبه شم)).
هيلینا زیاتوي، نور نه شي کولای، د دغه حوض فیس ورکړي ځکه چې ۵۰۰ افغانۍ دی او د نوموړې وس نه رسېږي: ((یوازې فیس نه دی، نجونې او ښځې باید د لامبو وهلو پر وخت د عینکو او ځينو ځانګړو جامو پیسې هم ورکړي)).
هیلينا صبوري وړاندې وايي: ((دې حوض ته ډېر کله شتمنې مېرمنې او یا هم هغه ښځې او نجونې چې یو عاید لري ورځي، خو د نورو له پاره د دې لګښت پرې کول سخت دي)).
د هيلينا په خبره، هلته ګن شمېر ښځې د تفریح یا د خپلو دردونو د له منځه وړلو له پاره ورځي او داسې کمې نجونې لیدل کېږی چی دوی دې لامبو وهل په مسلکي بڼه زده کړي وي.
هغه وایي، څه موده پخوا پرېکړه شوې وه، چې د ښځو له پاره د لامبو وهنې په فدراسیون کې ځانګړې کمیټه جوړه شي، خو په دې برخه کې ستونزې رامنځته شوې.
صبوري د المپیک کمیټې له مسوولینو غواړي، چې د ښځو لامبو وهنې ته جدي پام وکړي.
له بل لوري بيا قاسم حمیدي چې ځان د افغانستان د واټر پولو او لامبو وهنې فدراسیون مشر ګڼي وایي، ډېر ژر به د لامبو وهنې په فدراسیون کې د ښځینه و له پاره ځانګړې کمېټه په فعالیت پیل وکړي، چې د هغه پر اساس به نجونې او ښځې وکولای شي، لامبو په حرفوي بڼه زده کړي؛ ځانکړې ښځینه ټیمونه رامنځته او په نړیوالو سیالیو کې به ګډون وکړي: ((د همدې له پاره موږ بهرنۍ روزونکې هم راغوښتې چې له دغو نجونو سره به مرسته کوي)).
د افغانستان د لامبو وهنې فدراسیون په ۱۳۸۳ زېږدیز کال کې په فعالیت پیل وکړ، چې له تېرو دوولسو کلونو راهیسې یې د لامبو وهنې اسیایي او نړیوالو فدراسیونونو غړیتوب هم ترلاسه کړی دی. 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA