د افغانستان له پاره د تېرو نړیوالو کنفرانسونو په دوام، بروکسل کنفرانس هم له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مالي مرستو او سیاسي ملاتړ له پاره خورا مهم بلل کېږي.
په دغه کنفرانس کې له افغانستان سره د بېلا بېلو هېوادونو له لوري څه باندې درې ملیارده ډالره مرسته اعلان شوه.
د دې تر څنګ د دغه کنفرانس لومړۍ ورځ د افغان ښځو د ځواکمنتیا په تړاو بحث ته ځانګړې شوې وه.
په دغه ناسته کې چې د “ځواکمنې ښځې او اباد افغانستان” نوم ورکړل شوی و، جمهور ريیس او اجرایه ريیس، د هېواد لومړۍ مېرمن، د کابينې غړو، چارواکو او د ښځو د حقونو یو شمېر فعالو ښځو حضور درلود. په پیل کې د اروپايي اتحاديې د بهرني سیاست مسوولې او مرستیالې مېرمن فېدریکا موګریني خبرې وکړې؛ ورپسې جمهور رییس غني د افغانستان د ښځو د لاسته راوړنو او ننګونو په ترڅ کې د افغان ښځو زړورتیا او همت وستایه، چې نن سبا دوی خود کفا شوې او ډېری مواردو کې د خپلې کورنۍ مالي مسوولیت خپله پر مخ وړي.
جمهور ريیس زیاته کړه، افغان ښځو په تېرو پنځلسو کلونو کې اوږده لاره وهلې ده، هغوی د ځان په استازیتوب خبرې کولی شي او اوس نو اړتیا نشته چې نور د دوی په استازیتوب خبرې وکړي.
هغه څرګنده کړه، افغان ښځې اوس کولی شي د ځان په استازیتوب په یوه لیدلوري او ژمنې سره څرګندې خبرې وکړي.
محمد اشرف غني، د ژوند په هر ډګر کې د ښځو په فعال حضور ټینګار وکړ: ((هغوی د وزیرانو، معینانو، کروندګرو او متشبثینو په توګه فعالیت کوي)).
جمهور رییس وویل: ((زه هیله مند یم، زما اړیکې د جمهور ريیس په توګه د هېواد لومړۍ مېرمنې سره د ټولو له پاره د متقابل درناوي د الهام بېلګه اوسي)).
له تېرو پنځلسو کلونو را په دېخوا کوم بدلونونه چې د افغان ښځو په وضعیت کې راغلي، په رښتیا هم د پام وړ دي.
جمهور رییس د دغو لاسته راوړنو څخه د دفاع او ملاتړ په پار وویل، افغان ښځو چې د هېواد اساسي قانون په رڼا کې کومې لاسته راوړنې ترلاسه کړې دي، د معاملې وړ نه دي.
هغه وویل چې ښځې به د ولسواکو ارزښتونو ساتونکې وي، هغوی به خپلې لاسته راوړنې وساتي، هغه به پراخې کړي او شاته تګ به ونه کړي.
جمهور رییس دا لاسته راوړنې کافي نه بولي او وایي: (( موږ نه شو کولی خپل بریالیتوب په هغو یو شمېر ښځو چې حکومتي مقامونو کې فعالیت لري، اندازه کړو)).
نوموړي ټينګار درلود: ((موږ باید خپلې هڅې د میلیونونو نجونو په واقعي ځواکمنتیا، چې هلکانو سره ورته فرصت ته اړتیا لري اندازه کړو، ځکه دا موضوع زموږ هېواد د سوکالۍ او ابادۍ خواته بیايي)).
خو باید ووایو چې د ښځو د پرمختګ او لاسته راوړنو په لار کې خنډونه او ستونزې هم شته. په دغه ناسته کې جمهور رییس هم هغو ته په اشارې سره وویل: (( یوه ننګونه په حکومت کې حاکم فرهنګ دی، زه کولی شم په ټولو پوستونو باندې ښځې وګمارم، ما دا کار کړی دی، خو کوم غبرګون چې د هغوی په هکله ښودل کېږي، په حقیقت کې د یو همکار پر وړاندې د بل همکار غبرګون نه دی. زموږ ټولو په وجود کې نر محوره فرهنګ شته او ښځو ته هرکلی نه ویل کېږي)).
جمهور ريیس څرګنده کړه: ((موږ باید په اساسي توګه بازارونو ته د ښځینه تولیداتو د لاسرسي په اړه فکر وکړو)).
جمهور رییس غني دغه راز د ښځو یا نجونو د زده کړو په وړاندې د ستونزو په تړاو هم خبرې وکړې.
نوموړي د ښځو زده کړې ته په اشارې وویل، د کمیت له پلوه زموږ په ښوونیز سیستم کې د پام وړ ښه والی راغلی دی، خو د کیفیت له پلوه یې ښه پرمختګ نه دی کړی.
جمهور ريیس په دې اړه چې نجونې ولې په ځانګړي عمر کې ښوونځي ته ځي او بیا په سیستماتیکه بڼه له زده کړو محرومېږي، جدي پاملرنه نه ده شوې. هغه ټینګار وکړ د ښځو د پرمختګ کومې لارې چې تړل شوې دي، باید بېرته پرانیستل شي.
غني وویل، افغانې ښځې خیرات ته اړتیا نه لري، ځکه خیرات هغوی نه شي ځواکمنولای، خو که د هغوی تولیدات او محصولات مارکېټ ته لاسرسی ولري، دا کولی شي هغوی ځواکمنې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې مخکې له دغه کنفرانس نه د افغان ښځو شبکې او ځینو نورو ښځینه فعالینو د حکومتولۍ په برخه کې د ښځو حضور له پخوا ښه بللی و، خو د بروکسل په کنفرانس کې یې د پایداره حضور د غږ پورته کولو غوښتنه کړې وه.
د پایلې په توګه ویلی شو، چې د ښځو ژوند ته پاملرنه او دوی ته د ټولنیزو فعالیتونو د شرایطو برابرول د حکومت له لومړیتوبو نو څخه دي.


