ads

د کشمير په صفري نقطو کې د هند او پاکستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ نښته شوې

نن سهار وختي يو ځل بيا د کشمير په صفري نقطو کې د هند او پاکستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ نښتې شوې دي.

نویسنده: TKG
13 تله 1395
د کشمير په صفري نقطو کې د هند او پاکستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ نښته شوې

نن سهار وختي يو ځل بيا د کشمير په صفري نقطو کې د هند او پاکستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ نښتې شوې دي.

پاکستاني رسنيو د پوځي چارواکو له قوله ويلي، نن سهار هندي سرتېرو د کشمير په سماهني سکټر برخه کې د دغه هېواد پر پوستو بريدونه وکړل، چې له ځوابي بريدونو سره مخ شول.

پاکستاني پوځي چارواکي وايي، د نن سهار له څلورو بجو راهيسې هندي ځواکونو په درېيو برخو کې د سپکو او درنو وسلو بريدونه پيل کړي، چې په سيمه کې عام خلک له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.

د پاکستاني پوځ د مطبوعاتي ادارې مسوولينو ويلي، چې د هند هر بريد ته يې غاښ ماتوونکى ځواب وركړى دى.

تراوسه د احتمالي مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويل شوي.

بل خوا هندي چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو تر دې وړاندې يې په پاکستاني حدودو کې د ګڼو ترهګرو د وژلو ادعا کړې وه.

په دې وروستيو کې د هند او پاکستان ترمنځ اړيکې ترينګلې شوي، چې د يو شمېر هېوادونو اندېښنه يې راپارولې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA