د غزني ولایت د امنیې قومندانۍ چارواکي وايي چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې، پر امنیتي پوستو او دولتي تاسیساتو د وسلهوالو مخالفینو ۷۸۵ واړه او لوی بریدونه پر شا تمبولي دي. ویل کیږي چې د دغو حملو په ترڅ کې ۶۲۷ وسله والو مخالفینو او ۱۸۰تنه پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د غزني امنیې قومندان مل پاسوال امین الله امرخېل د غـزنـي کلیــد راډیــو تــه ویلــي چــې د حکـومت وسله والو مخالفینو په دې ولایت کې د مقابلې توان له لاسه ورکړی او په هره سیمه کې له ماتې سره مخ دي. د امرخېل د څرګندونو له مخې په تېرو میاشتو کې په غزني کې د نښتو په نتیجه کې ۳۹۴ تنه وسله وال مخالفین وژل شوي، ۲۳۳ تنه ټپیان شوي او ۱۷ تنه ژوندي نیول شوي دي: (( غزني ته زما تر راتګه مخکې جګړه په ښار کې وه، خو ما له ښاره ټولې پوستې وایستې او په کمربندونو کې مې ځای پر ځای کړې، اوس جګړه له ښاره تر ۲۰ کیلومتره لرې تللې ده)).
امرخېل دغــه راز وایــي چــې ګډو افغـان امنیـتـي ځواکونو په تېــرو شپــږو مـیاشتو کې د مرکز غزني او ولسوالیو له اړوندو سیمو څخه شاوخوا ۱۵۰۰ حلقې ډول ډول ماینونه هم راټول کړي چې یوازې ۸۴ حلقې یې په غزني ښار کې تر چاودنې مخکې کشف او خنثا شوي دي.
د غزني امنیې قومندان زیاتوي چې د پولیسو په لیکو کې اصلاحات، له پولیسو سره د ولسي خلکو د همکاريو زیاتوالی او مسلکي مدیریت هغه عوامل دي چــې پــه تېــرو شپــږو میاشتـو کې یې پر مټ دوی د وسلــهوالــو مخــالفینــو پــلانــونه لــه ماتې سره مخ کړي دي.
د یادونې وړ ده چــې غــزنـي تر یوه کال مخکې د هېواد له تر ټولو ناامنه ولایتونو څخه و. نږدې هره ورځ به د دولت وسله والو مخالفینو د ښار په دننه کې دولتي کارکوونکي په نښه کول، خو له تېر یوه کال راهیسې یې امنیتي وضعیت بدلون موندلی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

