ads

ګرځندوی؛ په افغانستان کې نیم ژواندی صنعت

د سپټمبــر ۲۷مــه د ملـګــرو ملتــونــو له لــوري د ګرځندوی د نړیوالې ورځې په توګه هرکال نمانځل کېــږي. د دغــې ورځې نمانځنه له ۱۹۸۰ میلادي کال راهیسې د توریزم د نړیوال سازمان او ملګرو ملتونو له لوري پیل شوې او تر اوسه د نړۍ په ډېری هېوادونو کې په کلنۍ کچه نمانځل کېږي.

نویسنده: TKG
10 تله 1395
ګرځندوی؛ په افغانستان کې نیم ژواندی صنعت

د سپټمبــر ۲۷مــه د ملـګــرو ملتــونــو له لــوري د ګرځندوی د نړیوالې ورځې په توګه هرکال نمانځل کېــږي. د دغــې ورځې نمانځنه له ۱۹۸۰ میلادي کال راهیسې د توریزم د نړیوال سازمان او ملګرو ملتونو له لوري پیل شوې او تر اوسه د نړۍ په ډېری هېوادونو کې په کلنۍ کچه نمانځل کېږي.

د دغې ورځې له نمانځنې څخه عمده هدف، د ګرځندوی په اړه د خلکو د پوهاوي لوړول او د دې ټکي څرګندويي ده چې ګرځندوی د نړۍ په کچه د خلکو په ټولنیز، فرهنګي، سیاسي او اقتصادي ژوند څومره اغېزه کولای شي.

له دې کبله چې ګرځندوی د هېوادونو د زیربناوو، فرهنګ او اقتصاد د وې په برخــه کــې بې ساری اغېز لري؛ نو ډېری هېوادونه هڅــه کوي چې خپلو توریستي سیمو، تاریخي اثارو او ابــدو ته د نړۍ د ګرځندویانو پام واړوي. په حقیقــت کې ګرځندويي د یو شمېر هېوادونو د عوایدو لومړنۍ او اساسي سرچینه ګڼل کېږي.

د نړۍ په کچه افغانستان هم یو له هغو هېوادونو څخه شمېرل کېږي چې ډېر لرغوني اثار، تاریخي څلي او سیمې لري چې د نړۍ ګرځندویان پرې راماتېدلی شي. 

که څه هم په افغانستان کې د ګرځندوی نړیواله ورځ په یو نه یو ډول له تېرو څو کلونو راهیسې نمانځل کېږي، خو دولت تراوسه پورې د ګرځندویانو د راجلبولو په برخه کې چندان د پام وړ بریالیتوب نه دی ترلاسه کړی.

ناامنۍ، د هوايي او ځمکني ټرانسپورټ نشت او تاریخي سیمو ته د اړوندو ادارو نه پاملرنه، د هغو عواملو په ډله کې راځي چې تر اوسه هم په افغانستان کې د ګرځندویۍ او سیاحت زمینې محدودې دي.

له بل لوري دولتي چارواکي بیا د خصوصي سکټور نه پاملرنه په افغانستان کې د ګرځندوی صنعت د نه ودې د عمده عامل په توګه په ګوته کوي. 

تېر کال جمهور رییس اشرف غني د ګرځندوی د نړیوالې ورځې په مناسبت، د یو شمېر تاریخي سیمو، ماڼیو، او د لاسي صنایعو د ودې او پراختیا په برخه کې خلکو ته ژمنې ورکړې وې.

په کابل کې بابر بڼ، د شېردروازه غر، د پخوانیو شاهانو ماڼۍ، په بامیانو کې د بودا مجسمې، غلغله ښارګوټی او بند امیر، په بدخشان کې د پامیر ملي پارک، د غزني تاریخي اثار او ابدې، په غور کې منار جام ، په هرات کې قلعه اختیارالدین او نورې لرغونې سیمې، په هلمند کې بست کلا، د بلخ لویه کلا، په سمنګانو کې د رستم تخت، د نورستان غرنۍ سیمې او درې، د ننګرهار تاریخي ماڼۍ، د پخوانیو شاهانو د اوسېدو سیمې او نور… په افغانستان کې هغه سیمې دي چې ګرځندویان ترې لیدنه کوي، خو متاسفانه چې له دغې لرغونې شتمنۍ څخه چندان ساتنه نه کېږي.

له دې سره سره چورلټ په دې هم سترګې نشو پټولای چې په تېرو شاوخوا ۱۵ کلونو کې دې د ګرځندوی په برخه کې هڅه نه وي شوي. باید وویل شي چې د هېواد په ځینو سیمو کې د ګرځندوی صنعت څه ناڅه وده کړې او هر کال په زرګونه کورني او بهرني سیلانیان پرې ورمات وي. بامیان او هرات د افغانستان په هغو ولایتونو کې شامل دي چې هر کال ډېر شمېر ګرځندویان ورته راځي او د دغو دوو ولایتونو له تاریخي سیمو او اثارو څخه لیدنه کوي. یوازې په بامیانو کې سږکال شاوخوا ۲۰۰زره ګرځندویانو چې خارجیان هم په کې شامل وو، له بند امیر او نورو سیمو څخه لیدنه کړې ده. خو بامیان او هرات ته د ګرځندویانو راتګ په دې معنا هم نه دی چې ګواکې د افغانستان په سطحه دې د ګرځندوی صنعت پراخه وده کړې وي. ځکه لیدونکو د معمول په څېر د سیاحت پرمهال له ناامنۍ، د ټرانسپورټي اسانتیاوو له نشت او نورو ستونزو څخه د لارې په اوږدو کې سر ټکولی.

د منتقدینو په باور که چېرې د افغانستان لرغونو اثارو او توریستي جاذبو ته جدي پام وشي او د سیاحت زمینه برابره شي، ښايي له دغه درکه دولت د پام وړ عواید ترلاسه کړي. دا خبره ځکه کوو چې په افغانستان کې د یو شمېر اثارو او سیمو لرغونتوب دومره څرګند او کره دی چې په نوره نړۍ کې یې څرک نه لګېږي. د زردشت، لرغوني یونان، سکندر مقدوني او په اسلامي ثقافت پورې اړوندې شتمنۍ د افغانستان ځانګړنې دي. نو له دې کبله په افغانستان کې دا ظرفیت موجود دی چې د توریزم او ګرځندوی په برخه کې تر نورو یو ګام وړاندې وي، خو لکه څنګه چې لیدل کېږي تر اوسه داسې نه ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA