ads

د یو ملیارد ډالرو پروژه

که له یوه لوري د ملي یووالي حکومت پر مشرانو د خپل منځي اختلافاتو له کبله ډېری وخت نيوکې کېږي، خو له بل لوري بیا د همدې حکومت پر مهال یو شمېر بنسټيزو پروژو ته پام اوښتی او پر همدې لویو اقتصادي پروژو تمرکز یو ځل بیا د خلکو هیلې راژوندۍ کړې دي.

نویسنده: TKG
10 تله 1395
د یو ملیارد ډالرو پروژه

که له یوه لوري د ملي یووالي حکومت پر مشرانو د خپل منځي اختلافاتو له کبله ډېری وخت نيوکې کېږي، خو له بل لوري بیا د همدې حکومت پر مهال یو شمېر بنسټيزو پروژو ته پام اوښتی او پر همدې لویو اقتصادي پروژو تمرکز یو ځل بیا د خلکو هیلې راژوندۍ کړې دي. 

په نوي پرمختګ کې د ملي یووالي حکومت مشرتابه د ملي پیوستون پروګرام د ولسي تړون بڼې ته بدل کړ. د ملي پیوستون پروګرام په ۲۰۰۳میلادي کال کې د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت له لوري د کلیوالي خلکو د اقتصادي ودې او سیمهییزې حکومتولۍ د پیاوړتیا په هدف پیل شو، خو تر ۱۳کلونو وروسته خپل ځای ولسي تړون ته پرېږدي او په دې پروګرام کې د کلیو تر څنګ په ښارونو کې هم پروژې پلې کېږي.

پر دې سربېره له ملي پیوستون پـروګــرام سـره یې توپیر دا دی چې دلته به د یوې شــورا پــر ځــای تر ۱۰ یا تر دې هم زیاتې شوراګانې سره راټولېږي او یوه، خو لویه پروژه به پلان او تطبيقوي.

د کلیو پراختیا او بیارغونې وزیر نصیر احمد دراني د ولسي تړون پروګرام په لومړنۍ غونډه کې وویل، په دې پروګرام کې به د کلیو تر څنګ په ښارونو کې هم شوراګانې جوړېږي او دواړه کلی او ښار به یو ډول وده کوي: (( په دې سره د کلي او ښار ترمنځ واټن راکمېږي)). دراني زیاته کړه، دوی د سيمهييزو پراختیايي شوراګانو له استازو سره د کلیو د اقتصادي ودې او پراختیا په تړاو خبرې کړې دي او په بېلا بېلو برخو کې یې د دوی نظرونه ترلاسه کړي دي: ((د ملي یووالي حکومت پرېکړه وکړه چې ستاسو(شوراګانو) وړاندیزونه په نظر کې ونیسي، غوښتنې مو ومني او د ولسي تړون پلان او پلي کول هم تاسو ته دروسپاري)).

د کلیو پراختیا او بیارغونې وزير د ولسي تړون په پروګرام کې هېواد ته د بیا راستنېدونکو او بېځایه شویو پر رول هم ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: (( په ولسي تړون کې بیا راستنېدونکو او کډوالو ته هم پام شوی، موږ تبعیض له منځه وړو، ضمناً به تاسې د ولسي تړون په پروګرام کې یوازې پروژې نه پلې کوﺉ، بلکې د اړوندو وزارتونو کړنې به هم څارﺉ)).

دراني د ملي پیوستون پروګرام په اړه هم معلومات ورکړل. نوموړي وویل د دغه پروګرام په ترڅ کې ۸۸ زره او ۷۰۰ پراختیايي پروژې پلې شوې دي: ((ملي پیوستون پروګرام د کاري تجربو د ګذار په مټ یو ولاړ پړاو و چې ډېره ښه او بریالۍ پايله يې لرله)).

یو ملیارد ډالره

په ولسي تړون پروګرام به یو ملیارد ډالره لګېږي او په تـرڅ کـې بــه یــې د لســو کلونو په موده کې د افغانستان په ټولو ولایتونو او ښارونو کې پراختيايي پروژې تطبیق شي.

د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت د معلوماتو پر بنسټ دا پروګرام د روان میلادي کال د اکتوبر له لومړۍ نېټې په درېيو پړاوونو کې پیلېږي. د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي وايي، د پروګرام اصلي هدف په کلیو او ښارونو کې د سیمهییزې حکومتولۍ د تقویې په هدف د پراختیایي شوراګانو اغېزناک کول دي. رستمي زیاتوي، دا پروګرام به تر ۲۰۲۶ میلادي کاله پورې پلی شي. د نوموړي د معلوماتو له مخې د دغه پروګرام په هر پړاو کې به د ۱۲ زره کلیو د اوسېدونکو له پاره، انکشافي پروژې تطبیق او اساسي خدمتونه وړاندې شي.

د نوموړي په خبره، د ولسي تړون پروګرام د وزارتونو تر منځ لومړی ګډ پروګرام دی چې پلی کېږي او په دغه پروګرام کې به د کلیو پراختیا او بیا رغونې وزارت تر څنګ، د مالیې، پوهنې، روغتیا، کرنې او مالدارۍ وزارتونه او د سيمه ييزو ارګانونو اداره هم شامله وي. 

د رستمي د معلوماتو له مخې له ملي پیوستون پروګرام سره د ولسي تړون پروګرام توپیر په دې کې دی چې په تېرو وختونو کـې ملــي پیوستون پروګرام د کلیو د شوراګانو له لــوري پلــی کېده، خو د ولسي تړون پـه پروګــرام کې ډېر ټينګار پر کلستر جوړونې دی؛ په دې معنا چې له ۷ تر ۱۰ پراختیايي شوراګانې راټولېږي، یوه لویه پــروژه پــه ګــډه پــلان او تطبيقوي.

د ســیمــه ییزو ارګـانونــو د خپلواکې ادارې رییس نصیر حمید بیا د ولسي تړون پروګرام د هېواد کلیو، بانډو او ښارونو د ودې او پراختیا له پاره ښه پیل ګڼي، نوموړی وايي: ((خوښ یم چی ولسي تړون ښاري اړخ ته هم پام کوي او زموږ هغو ښاريانو ته به هم خدمات برابر کړي چې کلونه کلونه خدمت ته سترګې په لار پاتې شوي دي. د ولسی تړون پروګرام یو فرصت دی او په وسیله یې کولای شو هغو اهدافو ته ورسېږو چې خلک ورته سترګې په لاره دي)).

د خلکو اندېښنې

کلید ګروپ د روان لمریز کال د زمري په ۱۷مه نېټه د ملي پیوستون پروګرام په تړاو یو راپور خپور کړی و، په هغه کې د افغانستان په ګوټ ګوټ کې خلکو د ملي پیوستون له پروګرام سر ټکولی و او ټینګار یې درلود چې د ملي پیوستون پروګرام یو شمېر سيمو کې ګټور نه و.

ملـي پیـوستــون پــروګــرام له ۲۰۰۳ میلادي کال راهیسې تر دې مهاله ۸۱ اعشاريه ۴ملیارده افغانۍ لګولې دي. په پروژو کې یې د اوبو رسولو شبکې، د ځمکو خړوبول، د کلیو په سطحه د برېښنا تامین، ټرانسپورټ، له ښوونې او روزنې او روغتیا ملاتړ او ګڼې نورې پروژې لکه د سیمهییزو سالونونو او حمامونو جوړول هم شامل دي.

که څه هم د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت ادعا کوي چې دا پروګرام یې په سلو کې ۸۵ بریالی و، خو د کلید ګروپ په تېر راپور کې خلک او ناظران له دغه لیدلوري سره موافق نه وو. په دغه راپور کې د ملي پیوستون پروګرام په اړه د هېواد په ۱۵ولایتونو کې له خلکو او د ولایتي شوراګانو له استازو سره مرکې شوې وې. د دغه راپور له مرکو، نظرونو او معلوماتو څرګندېږي چې ان وسله والو مخالفينو هم د ملي پیوستون د پروژو له پیسو ګټه اخستې او هغه یې په خپله خوښه لګولې دي. د دې ترڅنګ د ولایتي شوراګانو ځینو استازو د کلید خبریالانو ته ویلي وو، چې د ملي پیوستون پروګرام ځینو تطبیقوونکو شرکتونو یوه اندازه پیسې، زور واکانو ته د باج او جزیې په توګه ورکړې دي، څو دغه کسان د پروژو د تطبیق مانع نه شي. 

اداري او مالي فساد او باج اخستنې له هغو مواردو څخه ګڼل شوې چې د ډېری پروژو پر کیفیت یې ناوړه اغېزه کړې او ان ډېرې یې له پلي کېدو څو مياشتې وروسته له منځه تللې دي.

د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت چارواکو له کلید سره په خبرو کې د اداري فساد، ناسمې څارنې او د یو شمېر پروژو د ناوړه کیفیت په تړاو ستونزې منلې دي، خو دا چې وسله والو دې د ملي پیوستون د پروژو له پیسو ګټه اخستې وي، رد کړې دي.

دوی دغه راز تایید کړې چې ځینو زورواکو او د نفوذ خاوندانو د پروژو د اجرا په اړخ کې لاس وهنه کوله، خو دوی هڅه کوي چې په ولسي تړون پروګرام کې د دوی د لاسوهنې مخنیوی وکړي.

د هرات د ولایتي شورا غړي سید عظیم کبرزايي کلید ته ویلي و، چې د فساد د شته والي له کبله، پروژې بې کیفیته وې. د نوموړي په خبره د دغو پروژو پیسې ځینې وخت په داسې ځایونو کې لګول شوې دي چې هېڅ ګټه یې چاته نه رسېده. نوموړی د بېلګې په توګه وايي چې د دوی په کلي کې د ۶۰ زره ډالرو په ارزښت یو حمام جوړ شوی و، حال دا چې د نوموړي په خبره په دغه کلي کې له حمام څخه کار اخيستل بیخي دود نه دي او دم ګړۍ له هغه څخه د وښو(بوسو) د ګدام په توګه کار اخيستل کېږي.

همدارنګه خلک وايي چې د پروژو د بیا ترمیم له پاره د بوديجې نشت هم د ملي پیوستون یو شمېر پروژې د تخریب له خطر سره مخ کړې دي. خو اکبر رستمي ویلي و، چې حکومت دغې مسئلې ته پاملرنه کړې او لږ تر لږه په تېرو اتو میاشتو کې يې له ۴۵۰۰ زیاتې پروژې ترمیم کړې دي. 

د ملي پیوستون پروګرام د پلي کېدو پر مهال د دغه ډول مواردو شتون اوس خلک د ولسي تړون پروګرام په اړه هم اندېښمن کړي دي. دوی ټینګار کوي چې حکومت دې د ملي پیوستون پروګرام له نیمګړتیاوو څخه درس واخلي او د ولسي تړون د ښه تطبیق له پاره دې اساسي لارې چارې غوره کړي، تر څو دغه پروګرام د زور واکو له باج اخستنو، فساد او جزیو خوندي وي او د پروژو پیسې د افرادو شخصي جېبونو ته لار ونه مومي.

تر ټولو مهمه هم دا ده چې په ولسي تړون پروګرام کې لویې پروژې پلان او عملي کېږي او که دغه ډول پروژې هم د زور واکو د لاسوهنې، غلاوو او فساد ښکار شي، ښايي پر حکومت د ولس شته باور هم له منځه لاړ شي او هیلې یې په ناهیلیو بدلې شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA