ads

د پکتیا درې ولسوالۍ هېڅ لېسه نه لري

د پکتیا ولایت د درېیو ځدراڼ مېشتو ولسوالیو اوسېدونکي وایي، تر دې مهاله په یادو ولسوالیو کې هېڅ کومه لېسه نشته. دوی په حکومت تور پورې کوي چې د شواک، وزې ځدراڼ او ګردې څېړۍ پوهنې ته یې پاملرنه نه ده کړې.

نویسنده: TKG
10 تله 1395
د پکتیا درې ولسوالۍ هېڅ لېسه نه لري

د پکتیا ولایت د درېیو ځدراڼ مېشتو ولسوالیو اوسېدونکي وایي، تر دې مهاله په یادو ولسوالیو کې هېڅ کومه لېسه نشته. دوی په حکومت تور پورې کوي چې د شواک، وزې ځدراڼ او ګردې څېړۍ پوهنې ته یې پاملرنه نه ده کړې.

د شواک ولسوالۍ یوه اوسېدونکي شریف الله خان کلید ته وویل، لېسې نه لري او هغه ښوونځي هم چې تر لېسو په ټیته کچه فعالیت لري، ودانۍ نه لري او د ښوونکو له کمښت سره مخ دي: ((په شواک کې د معارف وضعیت خراب دی، استادان نــه لــرو، د ښــوونـځیــو ودانـۍ مــو ویـجـاړې دي، د زدهکـوونکــو علـمـي سـویه ټیټه ده، دا څو کلونه کېږي چې د شواک کوم اوسېدونکی له دولسم ټولګي نه دی فارغ شوی)).

له بل لوري د وزې ځدراڼو ولسوالۍ د انکشافي شورا رییس نادم خان ځدراڼ کلید ته وویل، د پوهنې په برخه کې ګڼې ستونزې لري او دا یې تر حکومتي چاروکو هم رسولې دي، خو کوم کار نه دی شوی. نوموړی ټینګار کوي چې درې ځدراڼ مېشتې ولسوالۍ پوره امنیت او ثبات لري او د بیا رغونې پر وړاندې یې هېڅ خنډ نشته، خو بیا هم د پوهنې په برخه کې کوم پرمختګ نه دی شوی: ((د دغو سیمو اوسېدونکي هر وخت د دولت ترشا ولاړ او ورسره پوره همکار دي، خو پر دې سربېره کوم څه نه دي ترسره شوي)).

له بل لوري په پکتیا کې د پوهنې مسوولین وايي، د ځدراڼ مېشتو ولسوالیو د پوهنې وضعیت ته متوجه دي او په دې برخه کې یې له قومي مشرانو سره ناستې هم کړې دي او په دغو ولسوالیو کې د پوهنې د ملاتړ ډاډ هم ورکړل شوی دی.

د پکتیا ولایت د پوهنې رییس لقمان حکیم حکیمي کلید ته وویل، د پوهنې په برخه کې د دې شاته پاتې والي اصلي سبب په دغه ولایت کې د پوهنې د پخوانیو چارواکو بې غوري ده. نوموړی مني چې تر دې مهاله هم د پکتیا په شواک، وزېځدراڼو او ګرده څېړۍ کې هېڅ کومه لېسه فعالیت نه لري: (( دا ستونزه له تېرو ۱۵کلونو راپاتې ده، له بده مرغه دوی تر دې مهاله هېڅ کوم د دولسم ټولګـي فارغ نه لري)). 

خو د پوهنې ريیس وايي، اوس مهال دغو سيمو ته پاملرنه ډېره شوې او حتا له خوست ولایت استادان وربلل شوي دي: (( اوس وضعیت ښه شوی، له خوست ولایت ۴۰ استادان په دغو سيمو کې په دندو ګمارل شوي او ډېر ژر به د لویو پرمختګونو شاهد وو)).

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA