روسيې، چين او ايران هم د پاکستان او هند ترمنځ د وروستي تاوتريخوالي په اړه اندېښنه ښودلې او له دواړو هېوادونو يې غوښتي، چې له ډيپلوماټيکو لارو دې د شخړې حل ته ور ودانګي.
چينايي حکومت ويلي، د کشمير په وروستيو حالاتو اندېښمن دى او له دواړو هېوادونو غواړي، چې د ستونزې حل د خبرو له لارې ولټوي.
په همدې حال کې د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند بهرام قاسمي ويلي، چې د هند او پاکستان ترمنځ ترينګلى حالت د سيمې له پاره خطرناک ثابتېدلى شي.
نوموړى زياتوي، دواړه هېوادونه دې په سيمه کې د امن له خرابېدو ډډه وکړي او په وينا يې دا حالت به ترهګر نور هم پياوړي کړي.
دغه راز د روسيې د بهرنيو چارو وزارت په يوه بيانيه کې د يادو هېوادونو په صفري نقطه کې د پوځيانو خوځښتونه د اندېښنې وړ بللي او ورڅخه يې غوښتي، چې د دې خراب وضعيت د کنټرولولو هڅې دې وکړي.
دا اندېښنې وروسته له هغې راپورته شوې، چې هندي سرتېرو د پاکستاني کشمير په حدودو کې پوځي عمليات وکړل او د ګڼو ترهګرو د وژلو ادعا يې وکړه، خو پاکستاني چارواكي بيا وايي، چې هندي سرتېرو د دوى دوه پوله ساتي وژلي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

