ads

د روسيې له خوا سوريې ته د يو شمېر نورو جنګي الوتكو لېږل

روسيې يو شمېر نورې سوخو ۲۴ او سوخو ۳۴ ډوله جنګي الوتکې د سوريې نظامي اډې حميم ته لېږلې دي.

نویسنده: TKG
10 تله 1395
د روسيې له خوا سوريې ته د يو شمېر نورو جنګي الوتكو لېږل
Russia's President Vladimir Putin attends a meeting in his Novo-Ogaryovo residence, outside Moscow on February 26, 2014. The headaches of Ukraine's new pro-Western interim leaders are compounded by Moscow's decision to freeze payments on a massive bailout package that Putin promised to ousted Ukrainian President Viktor Yanukovych as his reward for rejecting closer EU ties. AFP PHOTO/ RIA-NOVOSTI/ POOL/ MIKHAIL METZEL

روسيې يو شمېر نورې سوخو ۲۴ او سوخو ۳۴ ډوله جنګي الوتکې د سوريې نظامي اډې حميم ته لېږلې دي.

ايزوستيا ورځپاڼې د روسي چارواکو له قوله ويلي، چې يادې الوتکې به په سوريه کې د داعش په ضد جګړه کې برخه اخلي.

په همدې حال کې يوه روسي چارواكي سوريې ته د نويو جنګي الوتکو د لېږلو علت په دغه هېواد کې د امريکا له لوري له شوي اوربند څخه سرغړونه بللې ده.

بل خوا کې امريکا او متحدينو يې د سوريې په حلب ښار د روسي الوتکو بمبارۍ يو ستر جنايت بللى او د بندېدو غوښتنه يې کړې ده.

په سوريه کې دا مهال د بشارالاسد له حکومته روسيه ننګه کوي، خو بل لور ته بيا امريکا د سوريې وسله والو مخالفو ډلو سره مالي او پوځي همکاري لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA