د ترکيې حکومت د شلو انځوريزو او غږيزو رسنيو د تړلو امر كړى دى.
پر يادو شلو ټلويزيوني او راډيويي شبکو تور پورې شوى، چې ترهګريزو کړنو ته يې خلک هڅول.
راپورونه وايي، دغو رسنيو تر ډېره په کرد مېشته سيمو کې خپرونې کولې.
دا په داسې حال کې ده، چې په تركيه کې له ناکامې پوځي کودتا وروسته يو شمېر نورې رسنۍ هم د حکومت له خوا تړل شوي او ګڼ شمېر ژورناليستان نيول شوي دي.
ياد تازه اقدام وروسته له هغې كېږي، چې ترکي حکومت په دغه هېواد کې بېړنى حالت د درېيو نورو مياشتو لپاره وغځاوه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

