ads

افغانستان او بنګله دېش نن د كركټ درېيمه لوبه ترسره كوي

نن به د افغانستان او بنګله دېش کرکټ لوبډلو ترمنځ د درېيو يو ورځنيو سياليو د لړۍ درېيمه لوبه په ډاكه كې ترسره شي.

نویسنده: TKG
10 تله 1395
افغانستان او بنګله دېش نن د كركټ درېيمه لوبه ترسره كوي

نن به د افغانستان او بنګله دېش کرکټ لوبډلو ترمنځ د درېيو يو ورځنيو سياليو د لړۍ درېيمه لوبه په ډاكه كې ترسره شي.

دا لوبه به د افغانستان په وخت له غرمې وروسته يوه بجه پيل شي.

د دې لړۍ لومړۍ لوبه د تېرې يكشنبې په ورځ ترسره شوه او بنګله دېش له افغانستان څخه د اوو منډو په توپير وګټله. خو دويمه لوبه چې د چهار شنبې په ورځ تر سره شوه افغان ملي لوبډلې وکولای شو چې بنګله دېش لوبډلې ته ماته ورکړي. 

نننۍ لوبه د دې لړۍ وروستۍ لوبه ده، که هرې لوبډلې دا لوبه وګټله د دې سياليو د اتلولۍ جام به خپل کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA