ads

په تايوان كې د سمندري طوفان درانه ځاني او مالي زيانونه 

د تايوان په ساحلي برخو کې د سخت سمندري طوفان له كبله څلور تنه وژل شوي او ۲۶۸ نور ټپيان شوي دي.

نویسنده: TKG
7 تله 1395
په تايوان كې د سمندري طوفان درانه ځاني او مالي زيانونه 

د تايوان په ساحلي برخو کې د سخت سمندري طوفان له كبله څلور تنه وژل شوي او ۲۶۸ نور ټپيان شوي دي.

دې سمندري طوفان، چې د ميګي نوم ورکړل شوى، ساحلي سيمې سختې ځپلي او په يو شمېر سيمو کې بېړنى حالت اعلان شوى دى.

د هوا پېژندنې ادارې ويلي، له ياد سمندري طوفان سره باد هم ملګرى دى، چې سرعت يې په ساعت کې ۱۹۸ کيلومټره ښودل شوى.

تر ټولو زيات د تايوان هولين ښار ځپل شوى، هلته د ګڼ شمېر کورونو چتونه نړول شوي، لسګونه موټر د سېلاب اوبو وړي او سلګونه هکټاره کرنيزه ځمکه له منځه وړل شوې ده.

نږدې پنځه زره کسان د سېلاب له خطره ژغورل شوي، نږدې شل زره کورونه د سېلاب له ګواښ سره مخ دي، د لسګونه زره خلکو برېښنا پرې شوې، يو شمېر سړکونه نړېدلي او ټولې حکومتي ادارې تړل شوې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA