ads

ولسمشر : د ارزګان بې غوره مسوولين به مجازات شي

جمهور رييس محمد اشرف غني وايي، د مجازاتو او مکافاتو اصل ته په پام به هغه کسان تقدير شي، چې د ارزګان د ساتنې او پرمختګ په برخه کې يې خدمت کړى او چا چې په خپلو دندو کې بې غوري او تنبلي کړې وي، له تشخيص وروسته به مجازات شي.

نویسنده: TKG
7 تله 1395

نوموړي دا څرګندونې تېر ماښام په ارګ كې د اروزګان ولايت له مشرانو سره په کتنه کې وكړې او د هغوى ستونزې او وړانديزونه يې واورېدل.

د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې په پيل کې د ارزګان د ولايتي شورا رييس عبدالکريم خادمزي د نورو په استازيتوب د خبرو په مهال د دې ولايت د امنيت د ټينګښت په هدف هلته د پراخو عملياتو د ترسره کولو وړانديز وکړ او ويې ويل، څلورمه لېوا دې تجهيز شي او د ارزګان د ملي پوليسو تر مسلکي کېدو او وړتياوو لوړولو پورې دې د عامه نظم يوه لېوا دغه ولايت ته ورکړل شي.

هغه زياته کړه، د امنيتي ځواکونو د ښې همغږۍ له پاره دې د والي تر قوماندې لاندې د امنيتي ارګانونو واحده قومانده ايجاده شي.

د ارزګان د مشرانو د ويناوو او وړانديزونو له اورېدلو وروسته جمهور رييس غني وويل، چې د امنيت د ټينګښت لومړيتوب ته په پام د امنيت شورا غونډې په ارزګان ولايت کې د پراخو عملياتو پرېکړه کړې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA