له پاکستان څخه یو شمېر راستانه شوي کډوال وايي چې حکومت ورته هېڅ پاملرنه نه ده کړې، کورونه او سرپنا نه لري او لویه برخه یې په کېږدیو کې ژوند کوي.
دوی وايي، په لویو ښارونو کې د کورونو کرایې لوړې دي او نه شي کولای کورونه ونیسي. د دغو کډوالو یوه برخه د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ په کوشکک سيمه کې په کېږدیو کې ژوند کوي. دوی وايي، کار نشته، ګټه وټه نشته او په ښار کې دننه کورونه نشي نیولای.
په دغه پنډغالي کې د کېږديو شاوخوا ته ماشومانو شور ماشور جوړ کړی و، ډېر ماشومان لوڅې پښې وو او په خړو خاورو کې یې لوبې کولې. د پنډغالي په یوه څنډه کې دوه کېږدۍ څنګ په څنګ ولاړې وې، په یوه کېږدۍ کې بسترې یو پر بل انبار پرتې وې، په بله کېږدۍ کې د یوې کورنۍ غړي اوسېدل. د کور مشر شمسالله نومېده، هغه ډېر مایوسه ښکارېده، خو خوښ پر دې وو چې خپل وطن ته راغلی دی.
شمسالله وویل چې د ټول عمر ګټه یې پاکستان وخوړه او داسې راووتل چې د UNHCR له مرستې هم بې برخې پاتې شول: (( دلته اوس بې سرنوشته پراته یو، په کرايي کور پسې وګرځېدو، کرایې لوړې دي، داسې کوم کور مو پیدا نه کړ چې د ټولو ګوزاره په کې وشي، عادي کور کې چې فقط دوه کوټې لري تر پنځه زره افغانیو کم نه دی. له بدې ورځې مو کېږدیو ته پناه راوړه)). شمسالله زیاتوي چې هره ورځ له خپلو زامنو سره په کار پسې وځي، خو کار نه مومي:(( دلته د کمپنۍ چوک ته ځو، باور وکړه چې په یوه میاشت کې مو ۱۵ورځې هم کار نه دی پیدا کړی)).
تميم احمد هم تازه په تازه له پاکستان څخه راغلی دی. نوموړی درې لوڼې او دوه زامن لري. دی هم له خپلې کورنۍ سره په کوشکک کې د کېږدیو ژوند تېروي. نوموړی وايي چې څو ورځې یې په احمدشاه بابامینه کې په یوه کرايي کور کې تېرې کړې دي: (( په ۲زره افغانۍ مې یو کنډواله کور نیولی و، د کور خاوند چې پوه شو کډوال په راډېرېدو دي؛ نو د کور کرایه یې لوړه کړه، کور یې نه اوبه لرلې او نه برېښنا، خو له موږ یې ۴زره افغانۍ غوښتلې، له بدې ورځې راووتو، اوس دلته اوسېږو، وګورو چې قسمت څه کوي)).
په کابل کې د معاملاتو د لارښوونې دفترونه هم وايي، کله چې هېواد او په ځانګړي توګه کابل ته د کډوالو بهیر رامات شو، د کورونو کرايې هم په بې سارې ډول لوړې شوې. دوی وايي، کډوال په داسې کورونو پسې ګرځي چې کرايه يې ارزانه وي، خو داسې کورونه اوس لږ پیدا کېږي.
د کابل په خواجه جم سيمه کې د نوبهار په نوم د معاملاتو لارښوونې دفتر مشر حاجي عزيز وايي، له پاکستان څخه د کډوالو په راتلو سره کرايې لوړې شوې دي:(( د کرايو لوړوالی خو پر ځای پرېږده چې کور نه پیدا کېږي او د کورونو خاوندان هم په کورونو پیشکي پیسې غواړي، هره ورځ لسګونه تنه د کرايي کورونو د موندلو له پاره موږ ته مراجعه کوي.))
قدرت الله چې د معاملاتو د لارښوونې همدغه دفتر ته د کرایي کور په موندلو پسې راغلی وو، وویل چې په کمپنۍ کې یې د کرايي کور قرارداد بشپړ شوی او د کور څښتن ترې تر پخوا ډېره کرایه غواړي:(( ټوله کيسه د کډوالو د راتلو ده، بس د کورونو خاوندان، د خلکو له مجبوريته ناوړه ګټه پورته کوي، کرايې يې دوه چنده کړې دي، خلک حیران دي چې له کومه یې پوره کړي.))
د معاملو د لارښوونې دفتر مسوول حاجي عزيز زياته کړه چې د خلکو مجبوریت یې ځوروي، خو په خبره یې د دوی هم څه په وس کې نه دي. حاجي عزيز د یوه پیاله شنه چای احسان راباندې وکړ، نيمه پیاله مې لا نه وه څښلې چې یو سپین ږیږی د رهنما په دفتر راننوت، تر روغبړ وروسته يې د کرايي کور پوښتنه وکړه: ((دوه هفتې کیږي چې کډه مو راوستې، له بې وسۍ مو یو کور له نورو کډوالو سره په شریکه ونیو، خو اوس د ماشومانو شخړو په عذاب کړي یو.)) سپين ږيری چې حاجي عثمان نومېده زیاته کړه چې خپل اصلي وطن( کندوز) ته هم نشي تللی، ځکه هلته جنګ دی.
د پنځمې ناحیې اړوند په ديوان بيګي کې د عزیزي وردګ د معاملاتو د لارښوونې دفتر مسوول توريالی عزيزي وايي چې دوه مياشتې مخکې د کورونو د خرڅلاو او کرایه ورکولو کاروبار په ټپه درېدلی و، خو اوس هم د کورونو پېر او پلور ډېر شوی او هم کرایه کوونکي ډېر شوي: ((څه وخت وړاندې په پلچرخي کې يوه نومره ځمکه په دوه نيم سوه زره افغانۍ پلورل کېده، خو اوس هماغه نومره پنځه سوه زره افغانۍ ده. ډېرو خلکو چې بلندمنزلونه او بلاکونه جوړ کړي وو، چا يې نوم هم نه اخست، خو اوس يې ډېری په کرايه ورکړل شول.))
په کارته نو کې د ځاځي وروڼو د معاملاتو د لارښوونې دفتر مسوول ډاکټر فيضالله ځاځی وايي چې ډېری کډوال بې وزله دي او لوړې بيې نشي پرې کولای: ((یو سپین ږیری دوکان ته راغی ویل یې ارزانه بیه کور مې په کار دی چې زر دوه زره وي، ما ویل نه یې لرم، سړی په ژړا شو، ویل یې په ګرځېدو ګرځېدو له پښو وغورځېدم.))
د حکومت ژمنې
د کډوالو چارو وزارت وايي چې حکومت د کډوالو له حاله خبر دی او هڅه کوي چې ډېر ژر ورته د سر پناه غمه وخوري. یاد وزارت زیاتوي چې حکومت به په ۲۹ ولایتونو کې د کډوالو له پاره ښارګوتي جوړ کړي. دم ګړۍ په باریک اب کې د کډوالو له پاره د یوه ښارګوټي د جوړولو تړون لاسلیک شوی. بلخي وايي چې په دغه ښارګوټي کې به ۱۳۰۰۰ راستانه شویو افغانانو ته د کورونو د جوړولو له پاره نومرې وويشل شي. د نوموړي په خبره په دغه ښارګوټي کې لس ښوونځي، څلور ليسې، جوماتونه، پوهنتون او دغه راز نورې اسانتياوې هم په پام نیول شوې دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر زیاتوي چې هره ورځ شاوخوا ۶زره افغان کډوال له پاکستان او ایران څخه هېواد ته راستنېږي. د بلخي په وينا لا اوس هم په دوو ګاونډيو او ځينو نورو هيوادونو کې اوه اعشاريه دوه ملیونه افغانان د کډوالۍ شپې او ورځې سبا کوي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي وايي چې راستنېدونکي کډوال او کورني بېځایه شوي، تر یو ځانګړي او دقیق مېکانیزم لاندې د کډوالو په ښارګوټو کې ځای پر ځای کېږي. هغه زیاته کړه: (( د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې د کډوالو له پاره ښارګوټي په پام کې نیول شوي، څوک چې راستانه شوي د یوې نومرې مستحق دي چې ورکول کېږي، یو شمېر کسان خپله ځمکه لري، ځینې یې تمایل نهلري، هغوی له لېست څخه ایستل کېږي)).
د کډوالو چارو وزارت د معلوماتو له مخې په پام کې ده چې په راتلونکو دوو کلونو کې په کابل کې کډوالو ته ټول ټال۵۰۰۰۰ نومرې او په ننګرهار کې په راتلونکي يوه کال کې ۳۰۰۰۰ نومرې وويشل شي.
خو د کـډوالــو او بیــا راستـنېدونکـو چــارو وزارت سلاکار حفيظ احمد مياخېل وايي چې دغه نومرې مستحقو کډوالو ته د جمهور رییس د ۱۰۴مې ګڼې فرمان مطابق ورکول کیږي: (( هغو کډوالو ته چې اقتصادي وضعیت یې کمزوری وي او په ښار کې په خپل نوم، د مېرمنې، یا زوی او لور په نوم کومه نومره يا کور ونه لري، ځمکه ورکول کیږي)).
د کډوالو پــه چــارو کــې د ملګــرو ملتــونو عالي کمېشنــري وايــي، د روان میــلادي کــال له پیل راهیسې د اګست تر ۲۷مې ۴۰۰ زره افغان کډوال له پاکستان او ایران څخه هېواد ته راستانه شوي او په خپلو سیمو کې ځای پر ځای شوي دي.
د دې ادارې په وینا له ایران څخه هغه افغان کډوال راستنېږي چې د اوسېدنې قانوني اسناد نهلري، خو له پاکستان هغه کډوال راستنېږي چې راجستر شوي او هر راستنېدونکي راجستر شوي کډوال سره ۴۰۰ امریکايي ډالره مرسته کېږي.
په اسلام اباد کې د دې ادارې د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د عامه اړيکو مسوولې دنيا اسلم خان ويلـي چــې د ((UNHCR)) پــه وسيـلـه د کډوالو لړۍ ښه په چټکه توګه روانه ده او د دوی مرکزونه په خيبرپښتونخوا کې د کډوالو چارو د نه ځنډ په خاطر په اوونۍ کې شپږ ورځې کار کوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

