ads

افغانستان او بنګله دېش نن د كركټ دويمه لوبه ترسره كوي

نن به د افغانستان او بنګله دېش کرکټ لوبډلو ترمنځ د درېيو يو ورځنيو سياليو د لړۍ دويمه لوبه په ډاكه كې ترسره شي.

نویسنده: TKG
7 تله 1395
افغانستان او بنګله دېش نن د كركټ دويمه لوبه ترسره كوي

نن به د افغانستان او بنګله دېش کرکټ لوبډلو ترمنځ د درېيو يو ورځنيو سياليو د لړۍ دويمه لوبه په ډاكه كې ترسره شي.

دا لوبه به د افغانستان په وخت له غرمې وروسته يوه بجه پيل شي.

د کرکټ ملي لوبډلې روزونکى رييس احمدزى وايي، چې شايد له بنګله دېش سره د نننۍ لوبې له پاره په افغان لوبډله کې ځينې تغيرات راشي.

د دې لړۍ لومړۍ لوبه د تېرې يكشنبې په ورځ ترسره شوه او بنګله دېش له افغانستان څخه د اوو منډو په توپير وګټله.

د دواړو هېوادونو ترمنځ درېيمه لوبه د اكټوبر مياشتې په لومړۍ نېټه ترسره كېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA