ads

دولتي وېبپاڼې خالي وېبپاڼې

اسناد او شواهد ښيي چې د حکومت اکثره وزارتونو وېبپاڼې د کافي مطبوعاتي ټیم له شتون سره سره چندان فعالیت نه لري. د موندنو له مخې، د هر وزارت په مطبوعاتي ټیم کې له ۱۶تر ۴۸ تنو پورې په کار بوخت دي، خو مسوولین د وېبپانو د کم فعالیت علت نامسلکي کارکوونکي او کمه بوديجه یادوي.

نویسنده: The Killid Group
6 تله 1395
دولتي وېبپاڼې خالي وېبپاڼې

اسناد او شواهد ښيي چې د حکومت اکثره وزارتونو وېبپاڼې د کافي مطبوعاتي ټیم له شتون سره سره چندان فعالیت نه لري. د موندنو له مخې، د هر وزارت په مطبوعاتي ټیم کې له ۱۶تر ۴۸ تنو پورې په کار بوخت دي، خو مسوولین د وېبپانو د کم فعالیت علت نامسلکي کارکوونکي او کمه بوديجه یادوي.

د مخابــراتــو او معـلومـاتــي ټکـنالــوژۍ وزارت په ۲۰۱۴میـلادي کــال کـې په دې خاطـــر هر وزارت ته وېبپاڼې جوړې کړې چې خپل ورځني فعالیتونه او د وزارت اړوند اړین معلومات په کې خپاره کړي، خو لا هم د ډېرو وزارتونو وېبپاڼې کم فعالیته او په ځینو کې یې هېڅ هم نه دي خپاره شوي.

موږ د ټولو وزارتونو وېبپاڼې وکتلې او وموغوښتل چې له ټولو سره یې په دې اړه مرکې وکړو، خو ځینو له مرکو ډډه وکړه او په ځینو نورو وزارتونو کې د دغې برخې په استازیتوب څوک پیدا نشول چې مرکه ورسره وکړو.

د ښځو چارو، لـوړو زدهکــړو، کار او ټولنیزو چارو، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالـوژۍ، د کلیـو پـراختیا او سوداګرۍ وزارتونه، د هغو وزارتونو په ډله کې راځي چې موږ ورسره مرکې وکړې. د دغو وزارتو له ډلې فقط د کلیو پراختیا او سوداګرۍ وزارتونو وېبپاڼې نسبتاً فعاله وې.

دا په داسې حال کې ده چې د کلید ګروپ د موندنو له مخې د ملي معلوماتو مرکز چې په ۲۰۰۹میلادي کال کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري د ۴،۷ملیونه ډالرو په لګښت جوړ شوی، ۲۰سلنه یې د وزارتونو د وېبپاڼو لګښتونه احتوا کوي. اوس د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د ۴،۵ سوه زره ډالرو دوه پروژې د ملي معلوماتو په مرکز لګوي چې کارونه یې ښه او ظرفیت یې لوړ شي.

لوړو زده کړو وزارت

«خبرونه، پېژندنه، احصائیـه، مرستـیـالان، قـوانین، ریاستونه او امریتونه، جندر امریت، د بشري منابعو ریاست، ستراتیژي او پالیسي، د لوړو زده کړو وزارت تشکیلاتي چارت او د پوهنتونونو په اړه معلومات» د لوړو زدهکړو وزارت د وېبپاڼې هغه کړکۍ دي چې تر اوسه په کې هېڅ نه دي خپاره شوي او د کلیک کولو پرمهال درته وايي چې ډېر ژر…

د لوړو زدهکړو وزارت ویاند استاد فیصل امین بیا ادعا کوي چې د دوی د وېبپاڼې ټولې برخې فعاله دي او هره ورځ نوي معلومات ور پورته کوي. خو کله چې موږ پورتنۍ برخې ور په ګوته کړې، ترخه موسکا یې وکړه او ویې ویل: ((ستونزې شته چې له پخوا پاتې دي، موږ هڅه کوو چې په نږدې وخت کې دا ستونزې حل کړو، د وېبپاڼې ټولې غیرفعاله برخې به فعالې کړو.))

لوړو زدهکړو وزارت د مطبوعاتو په برخه کې ټول ټال ۴۸ تنه کارکوونکي لري چې درې تنه یې د وېبپاڼې د چلولو مسوولیت لري.

د ښځو چارو وزارت

د ښځو چارو وزارت په دري وېبپاڼه کې د ورځې په اوږدو کې یو نیم خبر موندل کېږي، خو په پښتو پاڼه کې بیا د وزیرې له معرفۍ پرته نور هېڅ هم نه موندل کېږي. دا په داسې حال کې ده چې دا وزارت په خپل مطبوعاتي تشکیل کې شاوخوا ۳۴ تنه کارکوونکي لري چې دوه تنه یې رسماً د وېبپاڼې مسوولیت لري. د ښځو چارو وزارت د رسنیو امره شکیلا نظري وایي چې اوس یې دوه تنه نور (یو د پښتو او بل د انګلیسي برخې) له پاره په قراردادي توګه استخدام کړي دي. نوموړې وايي:((ستونزې شته، څنګه چې په کار ده موږ به هغسې کار نه وي کړی، دري برخه مو فعاله ده، پښتو برخه مو ځکه غیر فعاله ده چې تر اوسه مو په دې برخه کې کارکوونکي نه درلودل.)) نظري شکایت لري چې د مطبوعاتو او په ځانګړي ډول د وېبپاڼې برخه کې یې کارکوونکي کم اوځانګړې بوديجه هم نه ورکول کېږي.

مخابراتو وزارت

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وېبپاڼې فعالیتونه هم ټکني دي. د دې وزارت په وېب پاڼه کې د «مرستیالانو په اړه معلومات، د پلان برخه، خبرتیا، د بشپړو شویو پروژو برخه، د خپرونو په برخه کې د (مجله) په نوم یوه بله برخه ده چې څه په کې نشته، زموږ ملګري، د نوي کابل د پــراختـیـا اداره، د انټرنټي خدمتونو شرکتونه، د پسـتي خدمتونو شرکتونه، د تجهیزاتو پلورونکي» هغـه نــورې برخې دي چې څه په کې نه موندل کېږي.

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت مطبوعاتي مسوول محمد یاسین صمیم هم مني چې د وزارت وېبپاڼه یې څنګه چې په کار ده نه ده فعاله او ډېرې برخې یې غیر فعاله دي: (( کله چې زه د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت مطبوعاتي مسوول وټاکل شوم، په دې برخه کې بیخي کارکوونکي نه وو مـا بیــا شپــږ تنه کارکوونکي ونیول چې مسلکي نه دي او نه شي کولی په ښه ډول کار مخته یوسي؛ مسلکي کسان په دومره کم معاش کار نه کوي.)) صمیم زیاتوي، اوس یې غوښتنه کړې، که په دې برخه کې کسان ډېر شي؛ نو کارونه به یې ښه شي. صمیم وایي، که د یوه کال له پاره ورته ۵۰ لکه افغانۍ بوديجه او لږ ترلږه ۲۲ تنه کارکوونکي ورکړل شي؛ نو د غوښتنو سره سم به خپله وېبپاڼه فعاله وساتي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت

«د وزارت په اړه، د مرستیالانو په اړه معلومات، د پلان په نوم برخه، خبرتیا، د کار جواز، پروژهها، مرستهکوونکي،سوداګریزمعلومات،برېښنایي تذکرې، انتشارات، ارشیف» د کار او ټولنیزو چارو- شهیدانو او معلولینو وزارت د وېبپاڼې هغه برخې دي چې تر اوسه فعاله نه دي. د دې وزارت مطبــوعــاتـي سلاکار فتاح احمدزی هم مني چې په وېبپاڼه کې یې ځینې برخې غیرفعاله دي، خو ژمنه کوي چې په نږدې راتلونکي کې به یې فعاله وساتي.

د عامې روغتیا وزارت

د عامې روغتیا وزارت وېبپاڼه هم غیرفعاله ده. د خبرونو برخه، تګلارې او کړنلارې، د خبرتیاوو په نوم برخه، د افغان روغتیا اتلانو، عامه اړیکو، مرستندویه او ملګرو برخه د عامې روغتیا وزارت وېبپاڼې هغه کړکۍ دي چې په کلیک کولو درته ویل کېږي چې تر کار لاندې دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت

د مرستیالانو په اړه معلومات، د وزارت مجـلــې وروستۍ ګڼــه چــې پــه ســایټ کــې نشر شوې د ۱۳۹۴ لمریز کال ده، پروګرام، د حاجیګک وسپنې کان، د ډونرانو او پروژو په نوم برخه، د مابډاس پروژه، داوطلبي، د مس عینک کان، د کارموندنې اعلانات، افغانستان د کانونو نقشې او سندونه، هغه برخې دي چې د کانونو او پټرولیم وزارت په وېبپاڼه کې غیر فعاله دي او د کلیک کولو پر وخت هېڅ هم په کې نه مودل کېږي.

ټرانسپورټ وزارت

د خبرونو برخه، د وزیر په هکله معلومات، بهرنۍ اړیکې، پلان او پالیسۍ، رسنیو ته معلومات، د اړیکو فورمې، خبرتیا، نظرسنجول، له دې ورهاخوا نورې برخې نه لري او پښتو برخه کې یې بیخي څه نه موندل کېږي.

د عامې روغتیا، کانونو او پټرولیم او ټرانسپورټ د هغو وزارتونو په ډله کې راځي چې مرکې ته حاضر نه شول.

فعاله وېبپاڼې

د کلیو پراختیا وزارت وېبپاڼه د هغو ویبپاڼو په کتار کې ده چې نسبتاً فعاله برېښي او په اکثرو برخو کې یې معلومات هم موندل کېږي. د دې وزارت ویاند اکبر رستمي وایي، اوسمهال د وزارت په مطبوعاتي برخه کې ۱۰تنه کارکونکي لري چې یو تن یې د وېبپاڼې د چلولو له پاره ګمارل شوی. رستمي وايي: (( کوښښ کوو چې مطبوعاتي ټیم مو ۲۰ تنو ته ورسوو او د وېبپاڼې په برخه کې هم درې تنه په دنده وګمارو.))

د سوداګرۍ وزارت وېبپاڼه هم نسبتاً فعاله او هره برخه یې چې کېکاږې معلومات په کې موندل کېږي، خو د خبرونو د خپرولو په برخه کې ستونزې لري. د سوداګرۍ وزارت ویاند مسافر قوقندي وایي چې له خپل کاري ټیم سره ښه همغږي لري او هره ورځ خپله پاڼه څاري. د نوموړي په خبره دا کار د دې سبب شوی چې د دوی وېبپاڼه فعاله وساتل شي. قوقندي وایي، اوس په دې هڅه کې دي، ترڅو رسنیو او اړونده نورو ادارو ته یو پوښتنلیک ولېږي چې د دې وزارت د مطبوعاتو له کومې برخې خوښ دي او کومې نیمګړتیاوې دي چې باید دوی یې حل کړي: (( موږ اوس د مطبوعاتو په برخه کې ۱۶تنه کارکوونــکــي او یــو مشــاور لــرو، هـڅــه کــوو چـې له وېبپاڼې ســره ســره زمــوږ فعالیتونه د ټلیفوني پیغامــونــو له لارې هــم رسنیو، اړونده ادارو او عامو خلکو ته ورسېږي.)) نوموړی وایي، که نور کارکوونکي او نوي وسایل ورکړل شي، کارونه به یې لا ښه او چټک شي.

له وېب پاڼو رسنیو ته زېږېدلې ستونزې

د وزارتونو د وېبپاڼو نه فعالیت نه یوازې د اړوندو وزارتونو د وېبپاڼو لیدونکي معلوماتو ته له لاسرسي بې برخې کړې دي، بلکې ژورنالیستان یې هم له ګڼو ستونزو سره مخ کړي. د پژواک خبري اژانس خبریال جاوید همیم کاکړ وایي، ژونالیستان لا هم د وزارتونو د ناغېړۍ له کبله معلوماتو ته لاسرسی نه لري، نوموړی وايي:(( موږ له ګڼو ستونزو سره مخ یو، معلوماتو ته لاسرسی نه لرو، د وزارتونو له وېبپاڼو د حکومت د وسلهوالو وېبپاڼې فعالې دي، هر نیم ساعت وروسته اپډېټ کېږي؛ خو د وزارتونو په ورځو ورځو نه اپډېټ کېږي.))

معلوماتو ته د لاسرسي قانون د څار کميسیون غړی دانش کړوخېل هم تاییدوي چې د وزارتونو ویاندویان له یوې خوا رسنیو ته پر وخت معلومات نه ورکوي او له بلې خوا یې وېبپاڼې غیرفعاله دي. نوموړی وايي:(( دا یوه لویه ستونزه ده، د حکومت دې برخې ته بیخي پام نه شته، ناغېړي کوي، معلوماتو ته د لاسرسي حق ته دې درناوی ولري، زموږ کميسیون ته یې دنده سپارلې، خو صلاحیت نه شته، که دا ناپامي همداسې دوام وکړي، د حکومت د اصلاحاتو او فساد سره د مبارزې دعوې دروغ دي.))

په ورته وخت کې د ژورنالیستانو د ملاتړ ټولنې(نۍ) اجرائیوي رییس مجیب خلوتګر هم وزارتونه پړه ګڼي چې بوديجه مصرفوي، خو کار نه کوي. خلوتګر وايي، چې د وزارتونو مطبوعاتي او د وېبپاڼو مسوولین دې په خپلې لټۍ او تنبلۍ سره، د ژورنالیستانو پر وړاندې ستونزې نه پیدا کوي، هغه وايي: (( دا ستونزه له پخوا همداسې ناحله پاتې ده، حکومت دې هغه کارکوونکي چې بوديجه مصرفوي او کار نه کوي وپوښتي، لا هم ژورنالیستان معلوماتو ته لاسرسی نه لري، حکومت خبرې کوي، خو عمل نه کوي.))

علاوه پر دې ډېری مهال خبریالانو شکایت کړی، کله چې د اړتیا پرمهال د وزارتونو وېبپاڼو ته د معلوماتو د ترلاسه کولو په هدف مراجعه کوي، په هره برخه چې کلیک کوي په مخامخ کړکۍ کې لیکل کېږي: ډېر ژر یا په دې برخه کې څه نشته.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA