ads

د كرنې وزارت د طبيعي سرچينو پنځه كلنه ستراتيژي معرفي كړه

د كرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت نن د طبيعي سرچينو پنځه كلنه ستراتيژي معرفي كړه.

نویسنده: TKG
6 تله 1395
د كرنې وزارت د طبيعي سرچينو پنځه كلنه ستراتيژي معرفي كړه

د كرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت نن د طبيعي سرچينو پنځه كلنه ستراتيژي معرفي كړه.

د دې وزارت د طبيعي سرچينو عمومي رييس محمد رفېع قاضي زاده كليد ته وويل، د دې ستراتيژۍ اساسي هدف په هېواد كې د طبيعي سرچينو پايداره تنظيم دى، چې له مخې به يې هڅه وشي، له موجوده طبيعي سرچينو په ښه توګه ګټه پورته شي.

نوموړى زياتوي، د طبيعي سرچينو په پنځه كلنې ستراتيژۍ كې پر درېيو مواردو ځنګلونو، څړځايونو او ساتل شويو سيمو تمركز شوى دى.

د قاضي زاده په خبره، دا ستراتيژي به د شاوخوا ۳۲۴ ميليونه ډالرو په لګښت په راتلونكو پنځو كلونو كې پلې شي.

د كرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت د معلوماتو له مخې، د هېواد ټولې ځمكې ۲،۸ فيصده يې ځنګلونو پوښلې ده.

ننګرهار، كونړ، پكتيا، خوست، بادغيس، سمنګان او تخار هغه ولايتونه دي، چې د هېواد د ځنګلونو پراخه ساحه جوړوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA