ads

توتاخېل: دوه کالو کې لوړوزده کړو وزارت هېڅ پوهنتون ته بست نه دی ورکړی 

د پکتیا پوهنتون ډېری محصلین د استادانو له کموالي شکایت کوي او وایي، چې دوی په خپلو پوهنځیو کې د تدریس له پاره پوره استادان نه لري.

نویسنده: TKG
6 تله 1395
توتاخېل: دوه کالو کې لوړوزده کړو وزارت هېڅ پوهنتون ته بست نه دی ورکړی 

د پکتیا پوهنتون ډېری محصلین د استادانو له کموالي شکایت کوي او وایي، چې دوی په خپلو پوهنځیو کې د تدریس له پاره پوره استادان نه لري.

په هیواد کې د شاوخوا څوارلسو کالو په تېریدو سره د هېواد په تعليمي او تحصیلي برخه کې زیات پرمختګ راغلی؛ په دغه کلونو کې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د ښوونځیو ترڅنګ پوهنتونونه جوړ شوي دي، چې یو یې هم پکتیا پوهنتون دی. 

پکتیا پوهنتون د پرمختګ پر لور روان دی او لومړني پړاوونه یې وهلي دي، خو له دې سره سره په پوهنتون کې محصلین د استادانو له کموالي شکایت کوي.

د پکتیا پوهنتون محصلین په پوهنتون کې د استادانو کمښت تر ټولو ستره ستونزه بولي او وایي چې دوی هره ورځ په خپلو پوهنځیو کې د روزمره درس له پاره پوره ښوونکي نه لري. دوی وایي، که چېرته یاد حالت دوام وکړي د دوی زده کړې به ټکنۍ شي.

د پکتیا پوهنتون د زراعت پوهنځي محصل لاهورخان قادري هم ستونزه جدي بولي نوموړي وویل:((په پکتیا پوهنتون کې رښتیا هم د نورو ډېرو ستونزو ترڅنګ دا هم یوه جدي ستونزه ده، چې استادان کم دي، په پوهنځیو کې هغه اندازه چې باید وای نشته لکه اوس موږ ګورو چې په ادبیاتو، ژورنالیزم په دغه پوهنځیو کې استادان کم دي او نشته په مجوع کې په ټولو پوهنځیو کې کم دي خو په دې دوه پوهنځیو کې اوس بیخي استادان کم دي، نو په دې هیله چې وزارت او د پکتیا پوهنتون ريیس په دې برخه کې کار وکړي او دغه د پکتیا پوهنتون ستونزه ژر تر ژره حل کړي)).

قادري زیاته کړه چې دغه ستونزه یوازې سږ کال نه، بلکې له تېرو کلونو را په دې خوا د پکتیا پوهنتون په ټولو پوهنځیو کې شته ده.

بل خوا د پکتیا پوهنتون ريیس عبدالکریم توتاخېل وایي، دا ستونزه نه یواځې په پکتیا پوهنتون کې شته بلکې دا د افغانستان په ډېرو پوهنتونونو او د لوړو زده کړو په موسساتو کې ده، او وایي، موږ په دومره جدي توګه د استادانو د کمښت سره نه یو مخامخ ((په ټول افغانستان کې په دوه کالو کې لوړو زده کړو وزارت هېڅ پوهنتون ته کوم بست نه دی ورکړی. پوهنتون ځوان پوهنتون دی، ولې هغه همزولي پوهنتونونه چې دي که له هغو سره پرتله شي په کافي تعداد استادان لرو)). 

د توتاخېل په وینا چې لوړو زده کړو وزارت د موضوع د حل په تړاو دوی ته باور ورکړی او ستونزه به حل شي.

د پوهنتون ريیس توتاخېل زیاته کړه، د استادانو د کمښت یوه ستونزه هم د استادانو د ماسټرۍ او دوکتورا پروګرامونه دي، دی وایي، د پکتیا پوهنتون ډېری استادان د ماستړۍ او دوکتورا پروګرامونو د اخیستلو له پاره نورو هېوادونو ته تللي دي.

توتاخېل د استادانو لېږل نورو هېوادونو ته یوه غټه لاسته راوړنه بولي او وایي، چې د دوی په راتګ سره به په تدریسي او اداري برخو کې مثبت بدلون راشي. 

د استادانو د کمښت ستونزه د ولسمشر محمد اشرف غني د هغه فرمان په اساس چې لېسانس نه شي کولای، کدري شي او د پوهنتون د رسمي استاد په حیث خپله دنده اجرا کړي رامنځته شوې ده.

د پکتیا پوهنتون ډېری محصلین د لوړو زده کړو له وزارته غواړي، چې د ماسټرۍ او دوکتورا د زده کړو له پاره هڅې وکړي او زیات محصلین د ماسټرۍ او دوکتورا له پاره جذب کړي. 

پکتیا پوهنتون په ۱۳۸۳ کال کې تاسیس شوی او د اوه پوهنځیو په درلودلو سره ټول ټال اوه زره محصلین لري، په زده کړو بوخت دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA