جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، کومې مرستې چې له افغانستان سره کېږي، غواړي د ملي بودجې له لارې مصرف شي.
نوموړي دا خبره تېر مازيګر په ارګ كې د نړيوال بانک له مرستيال کايل پيټرز سره د ليدنې په مهال وكړه او زياته يې كړه، په شفاف ډول د دغو مرستو د لګولو لپاره حکومت په ځانګړي ډول د ماليې وزارت ډېر کار کړى او مناسب اصلاحات يې راوستي، ترڅو دغه مرستې په غوره توګه ولګول شي.
د ارګ په خبرپاڼه كې د جمهور رئيس غني له قوله راغلي، د حکومت د پروګرامونو زيات تمرکز پر بېوزلو خلکو دى او هڅه کوي هره پروژه په داسې توګه ډيزاين او پلې شي، چې بېوزله خلکو ته يې مستقيمه ګټه ورسېږي.
همدارنګه جمهور رئيس د کرنې په سکټور کې پر پانګونې ټينګار وکړ او وې ويل، غواړي د کرنې په برخه کې پانګونه وکړي او دا کار د بېوزلو خلکو پر ژوند مثبت اغېز كولى شي.
ورپسې د نړيوال بانک مرستيال کايل پيټرز وويل، د دوى هڅه دا ده، چې د افغانستان دولت سره همکاري زياته کړي، غواړي د افغان حکومت له پاليسيو سره خپل پروګرامونه عيار کړي او د يو همکار په توګه ورسره کار وکړي.


