د امريکا د شمالي کارولينا په شارلټ ښار کې د تورپوستو امريکايانو اعتراضونه پنځمې ورځې ته وغځېدل.
دا اعتراضونه وروسته له هغې پيل شوي، چې يو سپين پوستي پوليس د سپټمبر په يوويشتمه نېټه يو تورپوستى امريکايى په ډزو وواژه.
پرون زرګونو اعتراض کوونکو له حکومته وغوښتل، چې د وژل شوي تورپوستي د وژلو ويډيو دې خپره کړي.
د شارلټ پوليسو يو مشر ويلي، چې د ۴۳ کلن وژل شوي تورپوستي کيت سکاټ د وژلو ويډيو يې د اعتراض کوونکو په غوښتنه خپره کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د امريکا په يو شمېر ايالتونو کې تر دې وړاندې د تورپوستو د حقونو په اړه له تاوتريخوالي ډکو لاريونونو کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


