ads

افغانستان د کرکټ تمريناتي سيالۍ کې بنګله دېش ته ماتې ورکړه

په ډاكه كې تېره ورځ د تمريناتي سيالۍ په ترڅ کې افغان كركټ لوبډلې د بنګله دېش پرمختيايي لوبډلې ته د ۶۶ منډو په توپير ماتې ورکړه.

نویسنده: TKG
3 تله 1395
افغانستان د کرکټ تمريناتي سيالۍ کې بنګله دېش ته ماتې ورکړه

په ډاكه كې تېره ورځ د تمريناتي سيالۍ په ترڅ کې افغان كركټ لوبډلې د بنګله دېش پرمختيايي لوبډلې ته د ۶۶ منډو په توپير ماتې ورکړه.
د لوبې پچه د بنګله دېش پرمختيايي لوبډلې لوبډلمشر وګټله او افغان لوبډلې ته يې د توپوهنې بلنه وركړه.
افغان كركټ لوبډلې د سيالۍ په ۴۹ اعشاريه دوه اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سيالې لوبډلې ته د ۲۳۴ منډو هدف وټاكه، چې له ډلې يې حشمت الله شهيدي ۶۹ منډې جوړې کړې.
د بنګله دېش پرمختيايي لوبډلې ورکړل شوى هدف ترلاسه نه کړاى شو، د سيالۍ په ۳۸ اعشاريه يو اورونو کې يې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۷ منډې جوړې كړې او لوبه يې افغان لوبډلې ته وبايلله.
د افغان توپ اچوونکو له لوري محمد نبي عيسى خېل ۴، راشد ارمان ۲، فريد ملک ۲ او کريم جنت ۱ لوبغاړى وسوځاوه.
ټاکل شوې افغان كركټ لوبډله د بنګله دېش په وړاندې د رسمي يو ورځنيو سياليو لړۍ د سپټمبر په ۲۵مه نېټه پيل کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA