د ملي امنيت شورا غونډه كې پر بېلابېلو موضوعاتو بحث وشو

د ملي امنيت شورا په پرونۍ غونډه كې، چې د جمهور رئيس محمد اشرف غني په مشرۍ په ارګ كې جوړه شوه، د دفاعي او امنيتي سکټور وزيرانو د هېواد په ځانګړي ډول د هلمند، اروزګان، ننګرهار، بغلان، کندوز او کونړ ولايتونو د امنيتي وضعيت په اړه راپور وړاندې کړ او د هېواد د دفاعي او امنيتي ځواکونو وروستي عمليات يې له لاسته راوړنو ډک وبلل.