د ملي امنيت شورا په پرونۍ غونډه كې، چې د جمهور رئيس محمد اشرف غني په مشرۍ په ارګ كې جوړه شوه، د دفاعي او امنيتي سکټور وزيرانو د هېواد په ځانګړي ډول د هلمند، اروزګان، ننګرهار، بغلان، کندوز او کونړ ولايتونو د امنيتي وضعيت په اړه راپور وړاندې کړ او د هېواد د دفاعي او امنيتي ځواکونو وروستي عمليات يې له لاسته راوړنو ډک وبلل.
د ارګ په خبرپاڼه كې راغلي، ورپسې د ملي امنيت شورا د هغو زغره لرونکو ساتونکو وسايطو، چې ګمرکي اسناد نه لري، د ماليې د ورکړې د زماني پروګرام تمديد تائيد کړ او اړوندو ادارو ته يې لارښوونه وکړه، چې د ټاکلي وخت په اوږدو کې د يادو وسايطو د ماليې ورکولو پروسې پړاوونه بشپړ او په اړه يې لازم اقدامات وکړي.
د سرچينې په وينا، په پاى کې د هېواد د امنيتي تهديداتو د زيان پېژندنې پروګرام باندې هر اړخيز بحث وشو.
سرچينه زياتوي، د ملي امنيت شورا د دښمن د ترهګريزو او تروريستي بريدونو د رامنځته کېدو د مخنيوي په خاطر د دفاعي او امنيتي ارګانونو د هڅو ډېرول حتمي، رغوونکي او اغېزناک وبلل او په دې هدف اړوندو ارګانونو ته لارښوونه وشوه، چې خپل پلانونه په ستراتيژيکه او تکتيکي کچه په منظمه او سيستماتيکه توګه عملي کړي، په دې برخه کې د اړوندو ارګانونو ترمنځ لازمه همغږي رامنځته او د خلکو هر اړخيزه همکاري لا زياته را جلب کړي.


