ads

عبدالله له حزب اسلامي سره د سولې له هوكړه ليكه ملاتړ اعلان كړ

اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله وايي، له حزب اسلامي سره د سولې هوکړه ليک په اړه نورو خبرو ته اړتيا نه شته او په وينا يې، هر وخت چې د سولې عالي شورا د دغه هوکړه ليک لاسليک ته چمتو شي، دوى ورسره کومه ستونزه نه لري.

نویسنده: TKG
29 وږی 1395

نوموړي، چې نن يې د وزيرانو شورا په غونډه کې خبرې کولې، هغه ټولې ګنګوسې رد کړې، چې ويل کېدل دى له حزب اسلامي سره د سولې مخالف دى.
عبدالله زياته کړه، چې دوى له اوله هم سولې ته ژمن وو او اوس هم د وروستيو مسايلو په اړه له نن وروسته خبرو ته اړتيا نه شته.
د حزب اسلامي د شوراګانو وياند حشمت الله ارشد كليد ته وويل، چې د سولې هوكړه ليك نهايي شوى او ټاكل شوې د راتلونكې پنجشنبې په ورځ د افغان حكومت او حزب اسلامي ترمنځ لاسليك شي.
ټاکل شوې وه، چې له حزب اسلامي سره د سولې هوکړه ليک له لوى اختره وړاندې او يا هم د اختر په ورځ لاسليک شي، خو دغه كار د نامعلومو دلايلو له کبله وځنډېده او داسې ويل کېدل، چې اجرائيه رياست يې مخالفت کوي، خواوس چارواکي وايي، چې په روانه اونۍ کې به دغه هوکړه ليک لاسليک شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA