جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، تروريزم د سيمې او نړۍ د امنيت او ثبات په وړاندې منځمهاله خطر دى او د دغه ګډ خطر د دفعه کولو لپاره د سيمې او نړۍ د هېوادونو ګډې ستراتيژۍ ته اړتيا ده.
نوموړي دا څرګندونې د هند تر ولكې لاندې كشمير كې د دغه هېواد پر يوې پوځي اډې د پروني بريد د غندنې په مهال كړې دي.
له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، جمهور رئيس غني تروريزم د بشريت ضد هغه شومه پديده بولي، چې هېڅ دين او قانون ته درناوى نه لري او يو ځل بيا د تروريزم په ضد له استثنا پرته د نړۍ د ټولو هېوادونو پر ګډې مبارزې ټينګار کوي.
په ياد بريد کې، چې پرون سهار وشو، لږ تر لږه ۱۷ هندي پوځيان وژل شوي او ۳۰ نور ژوبل دي.
د هندي چارواکو په وينا، په جګړه كې څلور بريد كوونكي هم وژل شوي دي.
د هند د کورنيو چارو وزير راج نات سينګ له بريد وروسته په يوه بېړنۍ غونډه کې وويل، چې پاکستان يو تروريست هېواد دى، بايد د يوه ترهګر هېواد په توګه په رسميت وپېژندل او په نړۍ کې ورټل شي.
د هند يوه جګپوړي پوځي چارواکي څلور واړه بريد كوونكي د جيش محمد ډلې غړي بللي.


