ads

د ننګرهار امن كور، لاسته راوړنې او ستونزې

د ټولنیزو ناخوالو، د تاوتریخوالي پېښو او نورو ستونزو له کبله په کور یا له کوره دباندې ښځو ته د امن چاپېریال دا مهال یوازې د دولت په امن كورونو کې لیدل کېږي.
په افغاني ټولنه کې کورنۍ ستونزې کله کله دومره زیاتې شي چې په امن كورونو کې د ښځو شمېر له لسګونو څخه سلګونو ته لوړ شي، خو په ننګرهار کې بیا د امن كور مسوولین وايي، په دغه كور کې د مېشتو ښځو ستونزې یې دې حد ته راټیټې کړې دي چې اوس په ياد کور کې یوازې لس مېرمنې پاتې دي. د ننګرهار د ښځو چارو ریاست چارواکي وايي، هلته یې نه یوازې بې سرپرسته ښځو، بلکې هغو مېرمنو ته هم د خوندي اوسېدو او د کورنیو لانجو د حل امکانات برابر کړي چې د کورني تاوتریخوالي له کبله د خپل کور پرېښودو ته اړې کېږي.

نویسنده: The Killid Group
28 وږی 1395
د ننګرهار امن كور، لاسته راوړنې او ستونزې

د ټولنیزو ناخوالو، د تاوتریخوالي پېښو او نورو ستونزو له کبله په کور یا له کوره دباندې ښځو ته د امن چاپېریال دا مهال یوازې د دولت په امن كورونو کې لیدل کېږي.
په افغاني ټولنه کې کورنۍ ستونزې کله کله دومره زیاتې شي چې په امن كورونو کې د ښځو شمېر له لسګونو څخه سلګونو ته لوړ شي، خو په ننګرهار کې بیا د امن كور مسوولین وايي، په دغه كور کې د مېشتو ښځو ستونزې یې دې حد ته راټیټې کړې دي چې اوس په ياد کور کې یوازې لس مېرمنې پاتې دي. د ننګرهار د ښځو چارو ریاست چارواکي وايي، هلته یې نه یوازې بې سرپرسته ښځو، بلکې هغو مېرمنو ته هم د خوندي اوسېدو او د کورنیو لانجو د حل امکانات برابر کړي چې د کورني تاوتریخوالي له کبله د خپل کور پرېښودو ته اړې کېږي.
چارواکي دغه راز وايي، د ننګرهار په امن كور کې هغه ښځې اوسېږي، چې د کورني تاوتریخوالي له كبله د کور پرېښودو ته اړې شوې وي یا هغه ماشومانې چې میندې یې زنداني او د اوسېدو ځای ونه لري، یا هغه مېرمنې چې د بند د مودې له پوره کېدو وروسته د اوسېدو ځای ونه لري او یا هم هغه مېرمنې چې له بهرني هېواد څخه ایستل شوې وي او په افغانستان کې نه خپلوان ولري او نه هم د اوسېدو ځای. دغه مېرمنې په امن کور کې تر هغې اوسېږي چې شرعي محرم یې پیدا او بیا ور وسپارل شي. که څه هم یو شمېر دیني عالمان د امن پر کورونو نیوکه کوي او د ښځو لپاره دا ضروري بولي چې له محرم پرته دې چېرته نه اوسي او د کورني تاوتریخوالي په وخت دې خپلوانو کره ولاړې شي، خو د ننګرهار د امن كور د مسوولینو په وینا، د دوی د کور اوسېدونکو ته يې د خوراک، پوښاک، زده کړو او همدارنګه د امنیت پوره امکانات برابر کړي دي. د ننګرهار د ښځو چارو رئیسه انیسه عمراني راته پر همدې مسئلې وغږېده: “د ښځو لپاره صحي خدمتونه وړاندې کوو، اعاشه او اباته یې کېږي، مدافع وکیل ورته نیول کېږي، د سواد اموزۍ کورسونه شته، دیني زده کړې ورکول کېږي او حرفوي زده کړې هم ورکول کېږي.”
انیسه عمراني زیاتوي، د دغه کور د مسایلو او ستونزو د اواري په خاطر د ننګرهار عدلیې ریاست، محاکم، اطلاعات او فرهنګ ریاست، پوهنې ریاست، د بشر د حقونو دفتر، د مدافع وکیلانو د انجمن استازي، د ښځو د شبکې د استازو ترڅنګ ګڼې ادارې په میاشت کې یو وار ګډه غونډه کوي او پر دې غږېږي چې د امن په کور کې پرتې حادې قضیې چا ته او څه وخت تسلیم کړي یا هم دا چې کومه قضیه ننګرهار کې حل او کومه کابل ته واستول شي.
خو له دې ټولو امکاناتو سره سره ایا دا اړینه ده چې مېرمنې دې په امن کور کې و اوسېږي؟
دا هغه پوښتنه ده چې ځینې خلک ورته د هو او ځينې د نه سر خوځوي. د جلال اباد یو اوسېدونکی مو راغږولی چې په امن کور کې له ناسمو شرایطو څخه د خوندیتوب لپاره له تاوتریخوالي سره مخ ښځو ژوند د ستونزې د حل تر وخته باک نه بولي. هغه وایي: “دولت د دې لپاره د امن کور جوړ کړی چې د ښځو ژوند له ګواښ څخه وژغوري، ځکه د دوى ژوند له تهدید سره مخ دی.”
خو د جلال اباد یو بل اوسېدونکی امین الله بیا دا نه مني چې د امن په کور کې د ښځینه وو لپاره د ژوند ټول امکانات برابر وي: “د امن کور یوازې د دوى ژوند ژغوري د دوى لپاره ټول امکانات نه شي برابرولی، د بېلګې په ډول دوى نشي کولای چې له خپلوانو سره تګ راتګ وکړي او یا د زده کړو لپاره ښوونځیو ته لاړې شي.”
د دې لپاره چې پوه شو، ایا اسلام ښځې ته په ناسمو کورنیو شرایطو کې د خپل کور د پرېښودو او بل چېرته پناه وړلو اجازه ورکوي که نه؟ په دې اړه مې د جلال اباد جید عالم غني فاروقي وپوښت: ”
داسې کومه څرګنده بېلګه نشته چې د رسول الله (ص) په زمانه کې دې ښځو د ستونزو په مهال د بل چا په کورونو کې وخت تېر کړی وي، نو اسلام دې لپاره کومه څرګنده لارښوونه نه ده کړې چې دوى ته دې ځانګړي کورونه جوړ شي.”
خو اړوند مسوولین بیا دا نه مني چې ګواکې د امن کورونو جوړېدو ته اړتیا نشته.
د ننګرهار د ښځو چارو رئیسه انیسه عمراني وايي، دولت په اوس وخت کې د اشد ضرورت له مخې د امن كورونو د جوړېدو مقرره صادره کړې او د هېواد ګڼو ولایتونو کې یې د ښځو د ستونزو د اواري په هدف امن كورونه جوړ کړي دي: ”
پخوا هم دا ستونزه وه، فساد موجود و، نو ښځې به د ملکانو او ولسوالانو په کورونو کې اوسېدې، خو اوس دولت پر هېچا باور نه لري، نو ځکه یې د مېرمنو لپاره د امن کور جوړ کړی دی.” مګر دا چې په امن کورونو کې رښتیا د ښځو لپاره د بشپړ خوندیتوب ترڅنګ هر ډول امکانات شته؟ ایا ښځې رښتیا هم په امن کورونو او په تېره بيا د ننګرهار امن كور کې خوشاله دي؟
ایا د دوی ستونزې په خپل وخت حلېږي؟ دا نو هغه پوښتنې دي چې د ننګرهار په امن کور كې اوسېدونكو ښځو ځوابولی شوې، خو له بیا بیا هڅو وروسته هم د ښځو چارو ریاست کلید ته په ورکړې اجازه پښېمانه شو او د امن کور دروازه یې راته بېرته نه کړه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA