رپوټ

1682
۲۸ وږی ۱۳۹۵
لیکونکی: حبیب وقار

صفدر توکلي؛ د هزارګي موسیقي مخکښ


په سندرو کې د هزارګي سبک مخکښ صفدر توکلي په ۱۳۲۰لمريز کال د باميانو ولایت په يکاولنګ ولسوالۍ کې زيږېدلی او ۵۰کاله کېږي چې له ملي راډيو -ټلويزيون سره د سندرغاړي په توګه کار کوي.
نوموړي تر دوولسم ټولګـي پورې ښوونځی هــم لـوستــی: ((پــه داسـې زمانه کې مې ښــوونځی ولوست چې خلکو به معارف ته پيسې ورکولې چې زوی يې ښوونځي ته شامل نه کړي.)) توکلي له ماشومتوبه له سندرو سره مينه لري، له پلار او کورنۍ په پټه له ملګرو سره کله ناکله سندرې وايي، خو بخت ورسره ياري نه کوي او يوه ورځ پلار پرې خبرېږي: ((يوه ډېره ښايسته دنبوره مې لرله، په مينه به مې ساتله، پلار راته ټوټه ټوټه کړه، بله مې جوړه کړه، څه وخت وروسته يې هغه هم راته ماته کړه، زړه مې ډېر مات شو، خو سندرې مې پرې نه ښودې.))
په ۱۳۴۶لمريز کال اطلاعاتو او فرهنګ وزارت باميانو ته د سندرغاړو د شمېر د معلومولو له پاره يو مکتوب لېږي، توکلي د همدې مکتوب په اساس کابل ته راځي: ((په هغې زمانه کې لږ لږ مشهور شوی وم، د ملګرو په بنډارونو کې به مې په پټه سندرې ويلې او دنبوره به مې وهله، له پلاره مې په ډېرو عذرونو اجازه واخسته.))
توکلي اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته د موسيقي ازموينه ورکوي او په راډيو- ټلويزيون کې يې د اجير په توګه مقرروي: ((په هغه وخت کې هزارګي سندرې چا ډېرې نه ويلې، په لږ وخت کې خلکو وپېژندم. پنځلس ورځې وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزير خپله له سندرغاړو ازموينه اخسته، زما نوبت چې راغی د يوې سندرې په ځای يې درې راباندې وويلې، ډېر يې تشويق کړم.))
توکلي وايي، وزير ترې وغوښتل چې د هزارګي موسيقي په برخه کې ډېر کار وکړي: ((دنده يې راکړه چې سيمو ته لاړ شم او د ارشيف له پاره چې هزارګي سندرې يې نه لرلې، ناب ناب سندرې راوړم، هغه زما معاش له۱۰۵۰افغانۍ ۱۷۵۰ته لوړ کړ.))
توکلي وايي چې هغه وخت دولت د ښار په لویو کوڅو کې د ملي راډيو د اورېدو له پاره لوډسپيکرونه لګولي وو، خلک به د جمعې ورځې محلي سندرو ته انتظار و، کله کله به توکلي خپله هم ورته ولاړ و، هغه وخت ټلويزيون نه و چې خلک يې له څېرې وپېژني، خلکو به یې سندرې په ډېره مزه اورېدې، د سندرې په پای کې به ځينو ويل؛ درېغی لږه نوره يې هم ويلې وای.
توکلي شاوخوا ۴۰۰ سندرې ويلې دي، خو کومه سندره چې هغه ته ډېر شهرت ورکوي د (همه مو پک براریم) سندره ده: ((دې سندرې ډېر مشهور کړم، دا سندره يوازې هزارګانو نه بلکې ټول افغانستان خوښه کړه.))
د توکلي همدا مشهوره سندره له ده وروسته فرهاد دريا وويله چې ډېره مشهوره شوه. فرهاد دريا په معنوي او مادي ډول ونازول شو، خو توکلي له فرهاد دريا ګيله لري چې ولې يې د دې سندرې د ويلو له پاره له ده اجازه وانهخسته.
هغه د خپلو ډېرو سندرو شعرونه خپله ليکلي دي. لومړی شعر يې د داوودخان د دورې په پای کې ليکلی دی او اوس د شعرونو يو ديوان لري چې زر مصرعې دی او ډېری يې دوه بيتي دي.
توکلي وايي چې هـزارګــي سنــدرو د ډاکټر نجيـب پــه وخـت کــې ډېـر پرمختګ وکړ، ځکه هغه ډېره پاملرنه ورته کوله: ((د ډاکټر نجيبالله په وخــت کــې هنــرمنـد ارزښت درلود، هنرمند به معاش لاره، د لېپسېنګ (د سندرو تکرارول)، شعر او ثبت هرې برخې ته بــه لــه معــاش پرته بېلې پيسې ورکول کېدې، کــوپـون مـو درلود، ان موږ به د ږيرې پل هم له بازاره نه راووړ. خو له بده مرغه چې اوس هنرمندان د هېواد تر ټولو پاړکيو بېوزله ډله ده او څوک يې په کيسه کې هم نه دي.)) هغه زياتوي چې هنرمندان د شاقه او سختو کارونو له پاره جوړ نه دي؛ نو همدا هنر يې کار او روزګار دی، که دولت مرسته ورسره ونه کړي، له يوې مخې ټول له ستونزو سره لاس او ګریوان کېږي.
توکلي هنرمند د خلکو او ولس ژبه بولي، ځکه چې د هېواد هر ډول مراسم په دوی رنګين دي: ((موږ د خپلواکۍ، اختر، برات او هر ډول خوښيو کې خلک خوښ ساتو او تر ټولو مهمه دا چې د هېواد وياړ ملي سرود څوک وايي؛ خو همدا هنرمند يې وايي.))
توکلي اوس په کابل کې اوسېږي، پنځه زامن او يوه لور لري، يوازې يو زوی يې لږ لږ د دمبورې شوقي دی، نور اولادونه يې له هنر او سندرو سره مينه نه لري او په زدهکړو بوخت دي.

شریکول
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *