ads

غزني د بیا رغونې پر لور

په غزني ولایت کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د نږدې ۵۹ ملیونه افغانیو په ارزښت د درېیو رغنیزو پروژو چارې پیل شوې. چارواکي وايي، دغه پروژې به تر راتلونکو دوو کلونو پورې بشپړې شي.

نویسنده: The Killid Group
27 وږی 1395
غزني د بیا رغونې پر لور

په غزني ولایت کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د نږدې ۵۹ ملیونه افغانیو په ارزښت د درېیو رغنیزو پروژو چارې پیل شوې. چارواکي وايي، دغه پروژې به تر راتلونکو دوو کلونو پورې بشپړې شي.
د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د البیروني کتابتون او د دې ولایت د پخواني موزیم د ودانیو بیارغونه د دغو پروژو له ډلې دي.
د یادولو ده چې د یادو درې واړو بنسټونو ودانۍ تر دې وړاندې په اساسي ډول رغول شوې وې، خو د ۱۳۸۳لمریز کال د وږي په ۱۳مه د طالبانو په ډلهییز بريد کې په کنډوالو بدلې شوې.
د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس بسمالله شریفي کلید ته وویل، د دغه ریاست نوې ودانۍ په دوو پوړونو كې رغول کیږي چې ۱۶اداري خونې، دوه د ناستې سالونونه او نور ټول اړين ملحقات به ولري. شريفي زياته كړه، د رياست د احاطې دېوال او يوه ژوره څاه هم د دې پروژې برخه ده چې د ودانۍ په رغونه، دېوال او څاه ټولټال ۲۶ ملیونه ۳۰۰ زره او ۷۹۲ افغانۍ لګښت راځي او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت یې له خپلې پراختیايي بودجې وركوي.
دویمه پروژه پــه غــزنــي کې البیروني کتابتون ته د نوې ودانۍ رغول دي چې د هغې ودانۍ، کتابونه او د ورځپاڼو کلکسیونونه هم د وړم کال د ډلهييز او موټربم حملو په پایله کې ویجاړ او د اور خوراک شول. بسمالله شریفي کلید ته وویل، د البیروني کتابتون ودانۍ په یوه پوړ کې په اساسي او ستندرد ډول رغوي او د کتابتون د سالون ترڅنګ د مطالعې او نېټکافي له پاره هم ځانګړي سالونونه جوړوي. نوموړي زیاته کړه، د کتابتون په ودانۍ ټول ټال ۲۷ملیونه ۹۱۰زره او ۱۷۹افغانۍ لګښت راځي او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له پراختیايي بودجې ورکول کیږي. نوموړی وايي، د دې پروژې چارې به تر دوو کلونو پورې بشپړې شي:(( مخکینۍ کتابخانه مو ډېره غني وه د زرګونه ټوکه علمي کتابونو او پخوانیو ورځپانو د کلکسیونونو تر څنګ مو یوازې۱۴۰ټوکه خطي کتابونه لرل چې له بده مرغه تر چاودنې وروسته ډېری دغه اثار له منځه تللي دي.)) شریفي له فرهنګي فعالانو او مدني ټولنو غوښتنه وکړه چې له البیروني کتابتون سره د کتابونو مرسته وکړي.
درېیمه پروژه د غزني موزیم د پخوانۍ ودانۍ د ترميم ده. چارواکي وايي، تر وروستیو یې هڅه وکړه چې د نوې ودانۍ د رغونې منظوري ترلاسه کړي، خو په دې چاره کې پاتې راغلل. د اطلاعاتو او فرهنګ رییس کلید ته په ټینګار وویل چې موزیم نوې ودانۍ ته اړتیا لري، خو دوی ایله په دې وتوانېدل چې د زړې ودانۍ د ترمیم منظوري او بودجه ترلاسه کړي. نوموړي زياته کړه، د زړې ودانۍ د ترميم له پاره یې ۴ملیونه ۷۰۰ او ۹۲زره افغانۍ ترلاسه کړې دي او کار یې عملاً پیل شوی دی.
په همدې حال کې د غزني والي انجنیر عبدالکریم متین د دې پروژو د پرانستې پر مهال ژمنه وکړه چې البیروني کتابتون به په یوه عصري او مجهز کتابتون بدل کړي: ((زه به هڅه وکړم چې دغه کتابتون ته نوي او د اړتیا وړ کتابونه او نور اړین امکانات برابر کړم، که خدای کول د انټرڼت اسانتیاوې، کمپیوټرونه او هر هغه څه چې یو مجهز کتابتون ورته اړتیا لري؛ هغه به ورته راوړم.))
له بل لوري فرهنګي فعالان وايي، له تېرو دوو کلونو راهیسې یې فعالیتونه ټکني شوي وو، ځکه تر هغه مخکې به یې ټولې غونډې په البیروني کتابتون او د اطلاعاتو او فرهنګ په ریاست کې ترسره کولې، خو کله چې دغه دوه بنسټونه ویجاړ شول، د دوی په ناستو او فعالیتونو یې هم ناوړه اغېزه وکړه.
آزاد خبریال اسدالله جلالزی یوازنی کس و چې د البیروني کتابتون نوې ودانۍ د کار د پیل پر مهال یې له دغه کتابتون سره د ۱۰۰ ټوکه کتابونو د ورکړې ژمنه وکړه.
د یادولو ده چې د حکومت مخالفینو د ۱۳۹۳ لمريز کال د وږي په ۱۳مه د غزني ولایت پر ملي امنیت ریاست، جنایي مدیریت او چټک غبرګون قطعې ډلهييز بريد ترسره کړ.
دغه درې واړه ادارې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته نږدې موقعیت لري. د بريد په پیل کې وسلهوالو دوو مازدا ډوله موټرو ته چې له چاودېدونکو توکو ډک وو، چاودنه ورکړه او په پایله کې یې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، البیروني کتابتون او موزیم ودانۍ هم په بشپړ ډول ویجاړې او له کاره ولوېدې.
هېره دې نه وي چې دم ګړۍ د غزني ولایت د موزیم توکي او تاریخي اثار په یوه نیمه ړنګه ودانۍ کې ساتل کیږي او د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کارکوونکي هم خپلې چارې د دغه ریاست په کنډو کپر ودانۍ کې ترسره کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA