ads

مریم امرخېل، له كډوالۍ تر جايزې

ځوانه مدني فعاله مريم امرخېل د ملګرو ملتونو د سولې نسل جايزې ته كانديده شوه.
دغه جایزه د افغانستان، پاکستان، انډونيزیا، نیپال، سریلانکا، میانمار او فلیپین هېوادونو هغو اوسېدونکو ته ورکول کېږي چې په خپلو هېوادونو کې یې د

نویسنده: TKG
27 وږی 1395
مریم امرخېل، له كډوالۍ تر جايزې

ځوانه مدني فعاله مريم امرخېل د ملګرو ملتونو د سولې نسل جايزې ته كانديده شوه.
دغه جایزه د افغانستان، پاکستان، انډونيزیا، نیپال، سریلانکا، میانمار او فلیپین هېوادونو هغو اوسېدونکو ته ورکول کېږي چې په خپلو هېوادونو کې یې د سولې ټینګښت، امن، د تعلیم او پوهې سطحې لوړولو، روغتیا او نورو ټولنیزو برخو کې فعاله او رغنده برخه اخيستې وي.
د مریم ماشومتوب او د کوچنیوالي خوږې شېبې فقر او اقتصادي ستونزو واخیستې.
هغه وایي،کله چې ماشومه وه، د خرما ونو له پاڼو به يې ګلان جوړول او په دوه دوه کلدارې به یې په پېښور کې خرڅول.
غالۍ اوبدل او لاسي صنایع د هغې د ماشومتوب ملګري دي او ددې پر ځای چې په ماشومتوب کې یې نانځکو ته جامې جوړې کړې وای، دې به له ځانه لویو کسانو ته جامې جوړولې، غالۍ به یې اوبدلې او د لاسي صنایعو په بېلابېلو برخو كې بوخته وه.
شل كلنه مریم وایي: “موږ باید كبلې او واښه له دښتو اودرو راټول کړي وای، ځکه چېهغه به مې مور سوځول او خواړه به يې تیارول، سختې شېبې وې، کوچنۍ وم، خو پوره یوه بوجۍ کبلې او واښه به مې پر سر کور ته راوړل.”
د هغې په خبره، كورنۍ يې د پېښور په زاخېلو کمپ كې له نورو افغانانو سره اوسېده.
مریم کیسه کوي چې په ماشومتوب کې د قران کریم په لوستلو کې تکړه وه، نو ځكه يې پلار اجازه وركړه چې ښوونځي ته لاړه شي.
ګرمه هوا او په سرو غرمو کې کار کول ټول ددې سبب شول چې د مریم وروڼه او خویندې په ډول ډول ناروغیو اخته شي.
هغه زیاتوي: “هوا ډېره ګرمه وه، داسې چې په اړه یې څه ویل ګران دي، د خویندو او وروڼو پر مخونو مې یو ډول دانې راوختلې، کولر يا پکه هېڅ هم نه و، پرته د بمبې له اوبو څخه.”
خو له دغو ټولو ستونزو د خلاصي لپاره د مریم کورنۍ تصمیم ونیوه چېله نورو افغانكډوالو سره یو ځای افغانستان ته راكډه شي او په خپل هېواد کې ژوند وکړي.
مریم په دې اړه وایي: “که څه هم دلته مو خپل هېواد و، خپل کور خپل وطن،خو یوه پوښتنه مې تل په ذهن کې ګرځېدله چې په افغانستان کې به ښوونځى وي؟”
هغې د کډوالۍ له سختو شپو او ورځو وروسته په افغانستان کې د ميدان وردګو ولایت د نجونو په یوې لېسې کې له پنځم ټولګي څخه یو ځل بیا زده کړې پیل کړې.

په هغه سيمه كې چې مريم هلته زده كړې كولې، ډېرى كورنيو خپلې نجونو ښوونځي ته نه پرېښودلې.
مریم وويل: “هغه وخت خلکو ځكه خپلې لوڼې ښوونځي ته نه پرېښودې چې هغوی فکر کاوه نجونې ښوونځي ته په تلو سره بې لارې یا په عامه اصطلاح سپین سترګې کېږي.”
نوموړې په ميدان وردګو ولايت كې تر نهم ټولګي پورې زده كړې وكړې او وروسته په داسې حال کې چې د ښوونځي یونیفورم يې نه درلود، په کابل کې د زرغونې په لېسه کې په زده کړو بوخته شوه.
شته ستونزو مریم دې اړه کړه چې د زده كړو ترڅنګ یو ځل بیا خپل استعداد څخه ګټه پورته کړي او د لاسي صنایعو جوړول پیل کړي.
مریم له ښوونځي تر فارغېدو وروسته د كانكور په ازموينه كې ګډون وكړ، د كابل پوهنتون د ادبياتو پوهنځي پښتو څانګې ته بريالۍ او په ۱۳۹۴ لمريز کال کې له دغې څانګې فارغه شوه.
اقتصادي ستونزو زموږ په هېواد کې ډېری نجونې دې ته اړې کړي چې خپلې زده کړې په نيمه كې پرېږدي، خو مریم امرخېل نه یوازې دا چې له زده کړو لیرې پاتې نشوه، بلکې اوس مهال یې د (زرتار) په نوم د یوه شرکت په فعالولو سره ۲۵۰ تنه ښځو ته د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د کار زمینهبرابره کړې ده.
مریم امرخېل په رسنیو کې د کار کولو تجربه هم لري. هغه د خپلو هڅو او رغنده کارونو له كبله ددې جوګه شوېده چې د ملګرو ملتونو د سولې نسل جايزېته د كانديدانو په لېست کې راشي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA