ads

د افغان حاجيانو لومړۍ ډله نن كابل ته راستنېږي

د حج او اوقافو وزارت چارواكي وايي، چې د افغان حاجيانو لومړۍ ډله به د نن ورځې تر پايه له سعودي عربستانه كابل ته راستنه شي.
د دې وزارت مرستيال داعي الحق عابد كليد ته وويل، چې د افغان حاجيانو لومړى پرواز به نن له غرمې وروسته دوه بجې له سعودي عربستانه كابل ته

نویسنده: TKG
27 وږی 1395
د افغان حاجيانو لومړۍ ډله نن كابل ته راستنېږي

د حج او اوقافو وزارت چارواكي وايي، چې د افغان حاجيانو لومړۍ ډله به د نن ورځې تر پايه له سعودي عربستانه كابل ته راستنه شي.
د دې وزارت مرستيال داعي الحق عابد كليد ته وويل، چې د افغان حاجيانو لومړى پرواز به نن له غرمې وروسته دوه بجې له سعودي عربستانه كابل ته پيل شي.
د هغه په وينا، د جوړ شوي پلان له مخې ټاكل شوې تر راتلونكو شلو ورځو ټول افغان حاجيان بېرته هېواد ته راستانه شي.
عابد همدارنګه وايي، چې د حج مراسمو له پيل نه تراوسه د دوو ښځو په ګډون اووه افغان حاجيان د بېلابېلو ناروغيو له كبله مړه شوي دي.
هغه زياته كړه، چې افغانستان د سږ كال د حج په مراسمو كې د يوې افغان نجلۍ د زېږېدنې له كبله د تر ټولو كوچني حاجي لقب هم وګاټه.
د نوموړي په خبره، په سعودي عربستان كې د حج د مراسمو په مهال څلور افغان ماشومان زېږېدلي دي.
دا په داسې حال كې ده، چې سږ كال ۲۴ زره افغانان د حج فريضې ادا كولو په هدف سعودي عربستان ته تللي دي.
پر دې سربېره د حج او اوقافو وزارت، عامې روغتيا وزارت او يو شمېر نورو دولتي ادارو ۱۰۵۰ تنه كار كوونكو هم د حج په مراسمو كې ګډون وكړ.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA