ads

افغان كركټ لوبډلې د هند بحري ځواکونو لوبډلې ته ماتې ورکړه

ه هند کې د بنګله دېش په وړاندې د لوبو لپاره د چمتووالي په هدف د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې لپاره د افغان کرکټ بورډ له لوري تمريناتي کمپ او تمريناتي سيالۍ برابرې شوې دي.

نویسنده: TKG
27 وږی 1395
افغان كركټ لوبډلې د هند بحري ځواکونو لوبډلې ته ماتې ورکړه

په هند کې د بنګله دېش په وړاندې د لوبو لپاره د چمتووالي په هدف د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې لپاره د افغان کرکټ بورډ له لوري تمريناتي کمپ او تمريناتي سيالۍ برابرې شوې دي.
افغان لوبغاړو پرون د يوې تمريناتي پنځوس اوريزې سيالۍ په ترڅ کې د هند بحري ځواکونو لوبډلې ته ماتې ورکړه.
افغان كركټ لوبډلې د پچې په ګټلو سره لوبه پيل کړه او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره يې سيالې لوبډلې ته د ۱۹۴ منډو هدف وټاکه، خو د هند بحري ځواکونو لوبډلې ورکړل شوى هدف ترلاسه نه کړاى شو او ټوله لوبډله يې د ۱۲۹ منډو په جوړولو سره وسوځېده.
د افغان توپ اچوونکو له لوري راشد ارمان ۵، سميع الله ۲، نوين الحق او افتاب عالم يو يو لوبغاړى وسوځاوه.
د افغانستان كركټ بورډ وايي، د تمريناتي سياليو دغه لړۍ به د روانې سپټمبر مياشتې تر شلمې نېټې دوام وکړي او افغان لوبډله به راتلونکې دوه سيالۍ د سپټمبر په اتلسمه او شلمه د اترپردېش لوبډلې په وړاندې ترسره کړي.
د سرچينې په وينا، د اترپردېش لوبډلې لوبډلمشري د هند پياوړى لوبغاړى سريش راينا کوي او په تشکيل کې يې د دوى د كركټ ملي لوبډلې يو شمېر نور لوبغاړي هم ګډون لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA