ads

نن د حكومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې هوكړه اعلانېږي

د ګلبدين حكمتيار په مشرۍ حزب اسلامي وايي، ټاكل شوې د نن ورځې تر پايه د حكومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې هوكړه اعلان شي.
د حزب اسلامي د شوراګانو وياند حشمت الله ارشد نن سهار كليد ته وويل، هغه ملاحظات چې تر دې وړاندې حزب اسلامي د سولې د ګټې په تړاو له دولت سره لرل، د خبرو په پايله كې د يو شمېر بدلونونو سره د دولت له لوري منل شوي او دغه هوكړه ليك دم ګړۍ وروستى شوى دى. د نوموړي په

نویسنده: TKG
20 وږی 1395
نن د حكومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې هوكړه اعلانېږي

د ګلبدين حكمتيار په مشرۍ حزب اسلامي وايي، ټاكل شوې د نن ورځې تر پايه د حكومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې هوكړه اعلان شي.
د حزب اسلامي د شوراګانو وياند حشمت الله ارشد نن سهار كليد ته وويل، هغه ملاحظات چې تر دې وړاندې حزب اسلامي د سولې د ګټې په تړاو له دولت سره لرل، د خبرو په پايله كې د يو شمېر بدلونونو سره د دولت له لوري منل شوي او دغه هوكړه ليك دم ګړۍ وروستى شوى دى. د نوموړي په خبره د دغه خبرو پايلې به نن مازديګر څلور بجې د يو شمېر سياسي مشرانو او رسنيو په حضور كې اعلان شي.
دا په داسې حال كې ده چې د نړيوالو ځواكونو د وتو لپاره د مهالوېش ټاكل، د ملګرو ملتونو له تور ليست څخه د حزب اسلامي د مشرانو د نومونو پاكول، له زندانونو د دغه ګوند د بنديانو خوشي كول او له پاكستان څخه د افغان كډوالو راستنول د حزب اسلامي له مهمو شرطونو څخه و.
تر دې وړاندې د سولې عالي شورا ويلي وو چې دوى له حزب اسلامي سره هوكړې تر رسېدلي او ډېر ژر به د سولې وروستۍ پايلې اعلان شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA