جمهور رئيس محمداشرف غني له ترهګرۍ سره پر مبارزې ټينګار وكړ
جمهور رئيس غني چې نن يې په ارګ کې د شهىد اونۍ په لمانځغونډه کې خبرې كولې ډاډ ور کړ، چې د شهىد شوو امنىتي سرتىرو کورنىو ته به د استوګنې کورونو د ورکړې لړۍ پيل كړي.
نوموړي زىاته کړه، چې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د افغانانو قربانۍ نړىوال دې ته اړىستل، چې له افغانانو سره مرسته وکړي.
جمهور رئيس غني زياته كړه، انزوا شوي هىوادونه غواړي افغانستان کې ستونزې او تاوتريخوالى را منځته کړي.
نوموړي له پاکستان سره د سوداګرۍ په برخه کې په زغرده ووىل، چې نور نو کراچۍ بندر ته اړتىا نه لري.
غني زياته كړه، هر امنىتي سرتىرى او افسر له اسلام څخه دفاع کوي او امنىتي قواوې ټول افغانستان سره اړىکه لري.


