د ملي يووالي حكومت کابينې د نفوسو د احوالو د ثبت قانون د ځينو مادو د تعديل د تاييد ترڅنګ پرېکړه وکړه، چې د هغه تقنيني فرمان ترتيب او توشېح شي.
د جمهور رئيس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابينې فوق العاده غونډه تېر مازديګر ارګ کې جوړه شوه، چې په كې د نفوسو د احوالو د ثبت قانون پر طرحې بحث وشو.
د ارګ په خبرپاڼه كې راغلي، چې د جمهور رئيس دويم مرستيال محمد سرور دانش او د عدليې وزير د نفوسو د احوالو د ثبت قانون په اړه غونډې ته مفصل معلومات ورکړل او د دغه قانون د ځينو مادو د تعديل طرحه يې وړاندې کړه.
د سرچينې په وينا، کابينې د نفوسو د احوالو د ثبت قانون د ځينو مادو د تعديل د تاييد ترڅنګ پرېکړه وکړه، ترڅو د افغانستان د اساسي قانون د ۷۹ يمې مادې له صراحت سره سم د هغه تقنيني فرمان ترتيب او توشېح شي.


