د كورنيو چارو وزارت وايي، چې د کابل په شهرنو سيمه كې تېره شپه شاوخوا يوولس بجې د پاملرنې په نوم پر يوې خيريه موسسې ډله ييز بريد شوى دى.
د دې وزارت د وياند صديق صديقي په وينا، لومړى ځانمرګى بريد شوى او وروسته بريد كوونكي د يادې موسسې ودانۍ ته ننوتي دي، چې تراوسه له امنيتي ځواكونو سره په جګړې بوخت دي.
په لومړنيو رپوټونو كې ويل شوي وو، چې د بريد هدف يو مېلمستون دى، چې بهرنيان په كې اوسېږي.
د عيني شاهدانو په وينا، تېره شپه له ځانمرګي بريد وروسته د څو دقيقو لپاره د ډزو غږونه واورېدل شول، خو بيا تر سهاره خاموشي وه او نن سهار يو ځل بيا ډزې وشوې.
امنيتي چارواكو تراوسه د دې پېښې د تلفاتو او د بريد كوونكو د شمېر په اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې وړ ده، چې پرون ماسپښين شاوخوا درې نيمې بجې د ملي دفاع وزارت مخې ته دوو پرله پسې چاودنو ۲۴ تنه ووژل او ۹۱ نور يې ژوبل كړل.
د لومړنيو دوو بريدونو پړه طالبانو پر غاړه اخيستې، خو تراوسه د وروستي بريد مسووليت چا نه دى منلى.


