د كورنيو چارو وزارت وايي، چې د کابل په شهرنو سيمه كې د پاملرنې په نوم پر يوې خيريه موسسې ډله ييز بريد له شاوخوا يوولس ساعته جګړې وروسته پاى ته ورسېد.
دغه بريد تېره شپه شاوخوا يوولس بجې پيل شو او د نن سهار تر شاوخوا لس بجو يې دوام وكړ.
د كورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي كليد ته وويل، لومړى موټر بم ځانمرګى بريد وشو او وروسته درې تنه بريد كوونكي د يادې موسسې ودانۍ ته ننوتل، چې د امنيتي ځواكونو له لوري ووژل شول.
د هغه په وينا، په ياد ځانمرګي بريد كې يو ملكي وګړى وژل شوى او شپږ تنه نور ټپيان شوي دي.
نوموړي زياته كړه، چې په دغې ودانۍ كې د ۱۰ بهرنيانو په ګډون ۴۲ تنه موجود وو، چې ټول د امنيتي ځواكونو له لوري وژغورل شول.
د يادونې وړ ده، چې پرون ماسپښين شاوخوا درې نيمې بجې د ملي دفاع وزارت مخې ته دوو پرله پسې چاودنو ۲۴ تنه ووژل او ۹۱ نور يې ژوبل كړل.
د لومړنيو دوو بريدونو پړه طالبانو پر غاړه اخيستې، خو تراوسه د وروستي بريد مسووليت چا نه دى منلى.


