د شمالي کوريا رهبر د اټومي وسلو د زياتوالي امر كړى
راپورونه وايي، د شمالي کوريا رهبر پوځ ته لاښوونه کړې، چې د اټومي وسلو په شمېر کې زياتوالى راولي.
ځايي رسنيو د چارواکو له قوله ويلي، د دغه هېواد کمونست رهبر کيم جونګ اون د اټومي وسلو د زياتوالي اړتيا ته په کتو امر کړى، چې په دې برخه کې هڅې ګړندۍ شي.
بل خوا کيم جونګ اون پوځ ته د نورو بالستيک توغنديو د ازمويلو امر هم کړى دى.
نوموړي دغه امر وروسته له هغې کړى، چې پرون شمالي کوريا د جاپان په اوبو کې درې بالستيک توغندي وازمايل.
Copy and paste this URL into your WordPress site to embed
Copy and paste this code into your site to embed