راپورونه وايي، د پاكستان د خيبر پښتونخوا ايالت په يو پوهنتون کې لسګونه محصلين مسموم شوي دي.
د خيبر پښتونخوا ايالتي چارواکو ويلي، چې پېښه تېره شپه د دغه ايالت د صوابۍ پوهنتون په ليليې کې رامنځته شوې ده.
د چارواکو په خبره، کابو ۲۰۰ محصلين د ماښام ډوډۍ له خوړلو وروسته شديد مسموم شوي دي، چې د ځينو روغتيايي حالت نازک ښودل شوى دى.
روغتيايي چارواکي وايي، ټول ناروغان د صوابۍ او مردان روغتونونو ته انتقال شوي دي.
تراوسه د يادې پېښې علت په کره توګه نه دى معلوم شوى.


