کرنه ساه اخلي

دا جمله خورا ډېره تکرار شوې چې افغانستان یو کرنيز هېواد دی، معنا دا چې پراخې کرنیزې ځمکې لري، تر 80فیصدو ډېر وګړي یې په کرنه بوخت دي او د ودې، اقتصادي بساینې او پرمختګ اصلي لار یې همدا ده، خو ایا په رښتيني ډول دغه سکټور د هېواد په وده او پرمختګ کې خپل رول لوبولی دی او ایا رښتیا هم کرنیزو محصولاتو له سیالانو سره سیال کړي یو؟